موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټرې رومينه خورشيد عالم سره د مېلان يونيورسټۍ زده كوٶنكو وليدل

image

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټرې رومينه خورشيد عالم سره د اټاليه د مېلان يونيورسټۍ زده كوٶنكو څلور كسيز پلاوي د زيارت په ورځ ليدلي۔ په ملاقات كښې د موسمياتي بدلون په مهمه مسئله او په پاكستان كښې د دې په اثرات د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په ملاقات كښې پلاوې د موسمياتي بدلون په بېلا بېلو سماجي او اقتصادي اثرات او په هېواد كښې موسمياتي ريزيليئنس لپاره د حكومتي اقداماتو څخه خبر كړے شو۔ د دې نه وړاندې موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټرې رومينه خورشيد عالم د پلاوي هركلے وكړو۔ دې ووئيل موسمياتي بدلون نړۍ كښې په رامخې ته كېدونكو د ټولو نه په مهمو چېلنجز كښې يو دے او د دې اثرات په پاكستان كښې په تندۍ سره څرګندېږي۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ رومینه خورشید عالم ووئيل موسمیاتي بدلون د موجوده پېړۍ تر ټولو لويه نړيواله مسئله ده كومې لپاره چې نړيوالې مرستې ته اړتيا ده، پاکستان به د يو ذمه وار هېواد په توګه د موسمياتي اقدامات نفاذ د لارې ماحولياتي كاروائۍ ته وده وركوي او په نړيواله كچه سپېځلې او د موثره كاروائۍ وكالت لپاره نړيوالو شراكتدارو سره په رابطه كښې وي۔ زده كوٶنكو د رومینه خورشید او د ھغې د ډلې هېواد ته د رامخې ته ماحولياتي خطرو مخنيوي لپاره د حكومت لخوا په شوو اقداماتو په معلوماتي بريفنګ مننه وكړه۔ دوي ووئيل نړيوالې ماحولياتي كاروائۍ لپاره د پاكستان عزم متاثر كونكے دے او نورو هېوادونو لپاره د دې پېروي كول د ذكر وړ مثال دے۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں