خارجه سېكرټري به كيمرون كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو غونډه غزه كښې د روانې نسل كشۍ او د كشميريانو حق خود اراديت په اړه د پاكستان نقطه نظر څخه خبروي۔د خارجه دفتر وياندې

image

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي)خارجه سېكرټري محمد سائرس سجاد قاضي د كيمرون په يائونډے ښار كښې كېدونكې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 50مه غونډه كښې به د پاكستان پلاوي مشري كوي۔دا خبهر د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې وكړه ۔دې ووئيل خارجه سېكرټري به د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غزه كښې د روانې نسل كشۍ او هلته د سنګين بشري صورتحال٬په منطقه كښې د اسرائيل مهم جوئي كومه چې مينځني ختيز كښې د امن لپاره خطره ده او د جمو كشمير خلقو حق خود اراديت په اړه د پاكستان نقطه نظر څخه خبروي۔وياندې ووئيل خارجه سېكرټري به د امت يووالي او اتحاد تقاضو٬ د نړۍ بېلو برخو كښې د زياتې شوې اسلاموفوبيا او زينو فوبيا٬موسمياتي بدلون٬ترهه ګرۍ او نورو عصري نړيوال چېلنجونو په مسئلو هم رڼا اچوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں