د تير مالي كال په وړومبو 9 مياشتو كښې 8 اربه ډالره بهرنے پور ادا كړے شوے ۔د اقتصادي چارو وزارت

image

اسلام آباد۔20 اګست(اے پی پی)حكومت د تېر مالي كال وړومبو 9 مياشتو په مهال 8.086 ارب ډالره بهرنے پوے ادا كړے ۔د اقتصادي چارو وزارت رپورټ له مخې تېر كال د جولائي نه تر سږ كال مارچ اختتام پورې د غېر ملكي پور ستنولو په مد كښې حكومت په مجموعي توګه 8.086 ارب ډالره وركړي ۔د شمېرو له مخې د اصل زر په صورت 5.363 ارب ډالر او د سود په مد كښې 2.723 ارب ډالر ادا كړے شوي۔د شمېرو له مخې د تېر مالي كال وړومبو 9 مياشتو كښې نړيوال مالياتي فنډ ته 1.700 ارب ډالر٬سعودي عرب ته 1.153 ارب ډالر٬آسيائي پرمختيائي بانك ته 1.033 ارب ډالر٬ نړيوال بانك ته 905 ملين ډالر٬چين ته 423 ملين ډالر٬غېر ملكي كمرشل بانكونو ته 343 ملين ډالر٬بانډز 331 ملين ډالر٬ چين سيف ډيپازټس ته 236 ملين ډالر٬جاپان ته 254 ملين ډالر٬فرانس ته 186 ملين ډالر٬سعودي سيف ډيپازټس ته 152 ملين ډالر نيا پاكستان سرټيفكيټس له 659 ملين ډالر او نورو ته 711 ملين ډالر پور ستون كړے شوے۔

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں