اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د هائر اېجوكېشن كمېشن تر سېوري لاندې د پاكستان ځوانانو غېر معمولي كارنامې رامخې ته كولو او بېن الصوبائي همغږۍ ته ودې وركولو لپاره د “پاكستان قيصۍ او د ځوانانو كردار” په موضوع قامي يوتھ كنونشن د نهې په ورځ اسلام آباد كښې پېل شو٬ نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار د دې عظيم الشانې اسمبلۍ په پرانستې دستوره كښې خاص مېلمه ٶ چې پكښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان، د توان وزير سردار اوېس احمد خان لغاري، د آئي ټي او ټېلي كمېونيكېشن وزير مملکت شزه فاطمه خواجه او د پټروليم وزير مصدق مسعود ملك زده كوٶنكي هېواد مخ په وړاندې بوتللو لپاره د شوو اميد وړ بېلا بېلو اقداماتو په اړه خبر كړل۔ په دوه ورځني کنونشن كښې د ګرد هېواد څخه وائس چانسلرز، د فيکلټي غړي او زده كوٶنكو په لويه شمېره ګډون كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف به د شورو په ورځ يوتھ کنونشن ته وېنا كوي۔ ځوانانو ته خپلې وېنا كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار په دې خبره زور رواړو چې پاکستان بلها وسائل لري او ځوانان د هېواد مهمه اثاثه ده ۔ ده ووئيل پاکستان د پراخه كلتورونو، ژبو او رواياتو خاوره ده او هم دا تنوع د دې هېواد اصل طاقت دے۔ ده ووئيل تعليم تر ټولو طاقتوره ذريعه ده كومه چې نړۍ بدلولو لپاره پكار راوستلې كېدې شي ځكه چې دا خپل ريسرچر كښې تخليقي سوچ او د جدت طرازۍ صلاحيتونو ته وده وركوي۔ سينيټر اسحاق ډار د دې خبرې تصديق وكړو چې حکومت په هېواد كښې د لوړو زده كړو٬ تحقيق او سټارټ اپ كلچر بشپړه مرسته كوي۔ د سپيشل انويسټمنټ فيسيليټيشن کونسل جوړولو ذكر كولو سره ده ووئيل حكومت په ځوانانو سرمايه كارۍ لپاره عزم لري دغسې چې دوي د نړيوال ماركيټ مقابله وكړې شي۔ ده په دې خبره زور رواړو چې د پاكستان طاقت په يووالي كښې مضمر دے كوم چې به د هېواد سباٶن جوړوي، بايد مونږ يو مقصد لپاره كار وكړو كوم چې د پاكستان خوشحالي ده۔ د دې نه وړاندې د هر كلي په کلمات كښې د لوړو زده كړو كمېسون چيئرمېن ډاکټر مختار احمد ووئيل د يوتھ کنونشن مقصد مايوسي او ويرانۍ ته ودې وركولو لپاره د بې بنسټه خبرونو په تناظر كښې د ځوانانو په زړه پورې كاميابۍ رامخې ته كول دي۔