اسلام آباد۔20 اګست (اے پی پی)د قانون او انصاف وزارت صلاحكار بېرسټر عقيل ملك د توغندي په كاميابه تجربه اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي دا د پاكستان په دفاعي صلاحيتونو كښې زياتوالې دے۔ د نهې په ورځ په خپل بيان كښې بېرسټر عقیل ملک ووئيل د بېلسټک میزائل شاهین-ټو کامیابه تجربه زمونږ د وسله والو ځواكونو د عزم او تكنيكي پوهې ښكاره ثبوت دے ، دا كاميابي د قام دفاع لپاره زمونږ د كوټلي عزم عكاسي كوي۔ ده ووئيل په دې سنګ ميل كښې شاملو سائنسدانانو او انجينئرانو ته سلام كوم۔