صدر خپلې وېنا كښې د هېواد د مسئلو احاطه كړې٬ عمران خان كه غلط څيزونه سمول غواړي نو اپوزيشن بايد ملګرتيا وكړي۔ سنيټر محسن عزيز د صدر په خطاب بحث كښې خبرې

image

اسلام آباد 04 فروري(اے پي پي) د پاکستان تحريك انصاف لارښود سنيټر محسن عزيز وئيلي دي چې صدر خپلې وېنا كښې د هېواد د مسئلو احاطه كړې٬ عمران خان كه غلط څيزونه سمول غواړي نو اپوزيشن بايد ملګرتيا وكړي٬ د مخالفې ډلې بيانيه پخپل مرګ مړه شوې٬ ټولو ته معلومه ده چې صدر مملكت خپلې وېنا كښې په اهمو معاملو خبره كړې ده۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د پارلمان شريكې غونډې ته په خطاب بحث كښې برخه اخستو سره ده ووئيل صدر مملکت مدبرانه او زيرك خبرې كړې دي٬ صدر مملکت د پاک چين دوستي، افغان امن عمل هم خبره كړې دې٬ وړاندې داسې اولس مشران ٶ كوم چې په ښه ټكو نه يادېږي٬ د مخالفې ډلې عادت ٶ چې مخالف ټيم او اېمپائر ځان سره كولو سره به ئې لوبه كوله٬ د دوي بيانيه ختم شوې ده٬ دوي وېرېدل٬ ټول پوهه دي چې د سېنېټ په الېكشن كښې به څنګه بولۍ كېدې او په سېنېټ كښې به ئې ووټ وركولو، خرڅېدونكي خلق به سېنېټ ته راتلل٬ عمران خان كه غلط څيزونه سمول غواړي نو اپوزيشن بايد ملګرتيا وكړي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں