اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د قومي روغتيا پارليماني سيکرټري ډاکټر نوشين حامد واضحه كړې چې په کووډ۔19 ويکسينېشن كښې به كوم هم مالداره تن ته پاملرنه نه شي كولې بلکه د كمپائن په مهال به فرنټ لائن هيلتھ کيئر ورکر ته پاملرنه كولې شي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل هيلتھ کيئر ورکرز او داسې زيات عمره كسان د كومو عمر چې د 65 كالو څخه زيات دے، هغوي ته به خاص پاملرنه كولې شي۔ دې ووئيل د چين څخه راغلي ويکسين په سائنسي توګه مستند دي۔ کووډ۔19 ويکسين څخه وړاندې د زياتره وګړو کلينيکل ټيسټ كيږي۔ زه باور لرم چې چائناويکسين به وګړي د رنځونو څخه محفوظ وساتي