کشمیری اولس سره نړيوالې ورورولۍ د خپلې وعدې ایفاء ونه كړه، د مقبوضه کشمیر وګړو د بنیادی حقونو سلب كيدو باوجود خپل غږ پورته كړې دې،خارجه وزير شاه محمود قریشی سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 05 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قریشی وئيلي دي چې کشمیری اولس سره نړيوالې ورورولۍ كوم لوظ كړې ؤ تر اوسه د هغې ایفا ونه كړې شوه، د مقبوضه کشمیر وګړو د تور قوانین، مواصلاتی مشکلاتو او بنیادی حقونو سلب كيدو باوجود خپل غږ پورته كړې دې ٬ د هند د ظلم او جبر باوجود کشمیری اولس حوصلې نه دې ماتې شوي،بايد مونږ د كشمير په مسئله د سیاسی مصلحتونو څخه ځانله يو موټې كيدو سره خبره وكړو، اپوزیشن قیادت خپل سیاسی مقصدونو لپاره د كشمير په مسئله د خپلې دكاندارۍ هڅې كوي، حکومت د كشمير مسئله په ښه ډول پورته كړې،تر څو چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دا مسئله نه وي حل شوي تر هغې به پاکستان د کشمیریانو سره ولاړ وي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د خيالاتو څرګندونې سره شاه محمود قریشی ووئيل د اختلافات باوجود د كشمير په مسئله يو موټې يو، زمونږ نکته نظر يو دې، زمونږ منزل يو دې۔د دې عملی ثبوت هغه شريك قراردادونه دي كوم چې پارلمان منظور كړې دي۔ده ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې په کشمیر قوم يو موټې كيدو سره خبره كوي او په نن ورځ يو متفقه پیغام وركول ځكه ضروری دي چې 05 جنوري هغه ورځ ده كله چې کشمیریانو سره نړيوالې ورورولۍ او ملګرو ملتونو يو لوظ كړې ؤ،په دې كښې هيڅ شك نشته چې د هغې وعدې ایفاء نه ده شوي او 72 كلونو راهسې د خپلواكۍ حق جستجو کوي۔ده ووئيل بايد دې ايوان څخه يو پیغام وركړې شي چې موڼږ د کشمیریانو او په خاص توګه مقبوضه کشمیر اولس احساس لرو، مقبوضه کشمیر اولس د ستونزو سره ژوند كوي،هغوي د تور قوانین، مواصلاتی مشکلاتو او بنیادی حقونو سلب كيدو باوجود خپل غږ پورته كوي۔ هند د خپلو کارروائیو او جبر سره سيمه د نړۍ تر ټولو لوئ قابض عسكرو زون كښې بدل كړې ده، 9 لکهه څخه زيات عسكر تعینات کولو سره چې كوم ظلم روان دې د هغې باوجود کشمیریانو حوصلې نه دې كمي شوي۔ ده ووئيل هند د خپل جبر، لاك ډاؤن او پوځي طاقت باوجود د هغوي حوصلې ماتولو كښې بريالي شوي نه دي۔ده ووئيل کشمیریان د هند حکومت څخه دومره تكليف كښې چرې نه ؤ لكه څنګه چې نن دي۔ نن په ډيلي كښې د آر اېس اېس او بی جے پی سوچ مسلط دې، هندوتوا فلسفه نن هم هلته رائج ده ۔ ده ووئيل سیکورټی کونسل كښې دا مسئله رامخې ته شوي، هغوي دا څيز مخ په وړاندې بوتللې دې۔هغوي زمونږ مرسته كړي،۔ سراج الحق د انټرنیشنل کنفرنس کولو خبره كړي، ښه تجویز دې ، 5 فروری اهمیت څخه ټول خبر دي، جوائنټ ایکشن پلان بايد مرتب كړې شي۔ د كشمير په مسئله خارجه دفتر تمنبې ټولو لپاره پرانستلې دي،مونږ حاضر يو او ستاسو د خيالاتو څخه مستفید كيدل غواړو۔ ده ووئيل دې مسئلې رامخې ته كولو او حل کولو كښې چې كوم تجاویز مناسب وي، مونږ به هغه شاملوو۔ ده ووئيل ما اپوزیشن لیډر، پیپلز ګوند پارلمانی لارښود بلاول بھټو زرداری ته خط ليكلې او هغوي ته مو وئيلي چې راشئ ، د كشمير په مسئله بریفنګ له چمتو يم، تاسو خپل تجاویز وركړئ، مونږ به د هغې د شاملولو هڅه كوو، كه هغوي خارجه دفتر ته نه شي راتللې نو ماته دې اوائي زه به ورشم، زه دا په افسوس سره وايم چې هغوي كوم ځواب نه دې راكړې، کم از کم د خط ځواب خو به ئې راكړې ؤ۔ ده ووئيل زه ټولو غړو ته اپيل كوم چې پھ دې مسئله مونږ سره شامل شي، تر څو چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دا مسئله نه وي حل شوې ، پاکستان به کشمیریانو سره ولاړ وي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں