پاكستان به نړۍ ته د هند توسيع پسندانه عزائم ښكاره كوي۔ شهريار آفريدي

image

اسلام آباد۔5جنوری (اے پی پی)د پارليماني كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي وئيلي دي د اروپائي ائتلاف ډس انفولېب د جعلی میډیا تنظیمونو، این جی آوز او وېب سائټس د لارې د پاكستان په ضد د نړيوالې رائې عامه بې لارې كولو اقدامات په ډاګه كولو سره هند د نړيوالې ورورولۍ وړاندې بې نقابه كړې دې۔ پاكستان په كشمير پالېسۍ او جوهري پروګرام سمجھوته كولې نه شي۔ د نهې په ورځ د خپلواكۍ حق ورځې په موقعه دستورې ته خپل خطاب كښې هغه ووئيل هند په كشمير خپله غېر قانوني قبضه نوره په ځائې ساتلې نه شي۔ ملګري ملتونه دې د سلامتي كونسل په قراردادونو عمل كولو سره كشميريانو ته د خپل سباؤن پرېكړه كولو له د سپېځلې او بې پرې استصواب رائې حق وركړي۔ شهريار آفريدي ووئيل كشمير كمېټي د كشمير په ستونزه پالېسي جوړولو له ټولو فريقېنو ته ځان رسوي۔ په كشمير كمېټۍ كښې د ټولو سياسي ګوندونو نمائندګي موجود ده او كمېټي يو غږ كېدو سره د كشمير مسئلې برسېره كولو هڅې كوي۔ هغه ووئيل نن هند كښې اقليتونه هم دا خبره كوي چې د قائد اعظم لخوا د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره د يو جلا رياست پرېكړه سمه وه۔ مودي حكومت د خپل توسيع پسندانه عزائمو له امله نړۍ ته په ډاګه شوے دے۔ شهريار آفريدي په سوشل میډیا اېکټوسټ پاکستانی ځوانانو زور راوړو چې هغوي دې د هندي جعلي سوشل ميډيا سائیټس جعلی پروپېګنډې مقابله كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ هغه ووئيل پاكستان د نوې آئي ټي آلاتو د لارې د هند توسيع پسندانه عزائم نړۍ ته د ښودلو هڅه كوي۔ هغه ووئيل پاكستان د كشميريانو د ستونزې د انسانيت د مشن په توګه ملاتړ كوي او د دې مقدس مشن به كومه سودا كولې نه شي۔ هغه ووئيل ضرورت ددې خبرې دے چې مونږ په كشمير د خپل ذاتي سياست نه لرې يو غږ جوړ شؤ۔ په دې موقعه د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر ٬ پخواني سفير نفيس زكريا ٬ راجه نجابت حسېن او سيد مجاهد ګېلاني هم خطاب وكړو۔

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں