د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 1704 كیسونه رپورټ شول ، 82 كسان مړه شوي، 34 زره 594 ټیسټونه شوي، این سي او سي

image

اسلام آباد 22 دسمبر (اے پی پی) نېشنل كمانډ اینډ آپریشن سنټر (این سي او سي) د كورونا وائرس وباﺀ په اړه تازه شميرې جاری كړي۔ د نهې په ورځ این سی او سی لخوا جاري شميرې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 1704رنځورانو ټیسټ مثبت راغلے او 82 كسان د دې وائرس له امله مړه شوي۔ د تيرو 24ساعتو په مهال د كورونا 34 زره 594 ټیسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 10 زره 234، پنجاب كښې 14زره 62، خېبرپښتونخوا كښې 4 زره 704، اسلام آباد كښې 4 زره 663، بلوچستان كښې 225،ګلګت بلتستان كښې 402، آزاد كشمیر كښې 301 ټیسټونه شامل دي۔ تر اوسه هېواد كښې د كووېډ۔19 له امله د ښه شوو كسانو شميره 4 لكهه 10زره 937 ته رسيدلې۔ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې د كووېډ۔19 كوم هم رنځور دا مهال په وینټیلیټر نشته۔ هېواد كښې د كووېډ۔19 ایكټو كیسونو شميره 40 زره 261 ده۔615 روغتونونه د كووډ۔19 رنځورانو لپاره بيل كړې شوي دغسې ټول هېواد كښې 2917 رنځوران په روغتونونو كښې موجود دي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ