اسلام آباد۔20دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنټر شبلي فراز وئيلي دي پاكستان كښې ميډيا آزاده او فعاله ده۔ بي بي سره په خپله كړې خبره ولاړ يم۔ د اتوار په ورځ خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل د رائې څرګندونې په بنيادي ٬ آئيني او جمهوري حق بشپړه باور لرؤ۔ د حكومت لخوا كوم چېنل يا ورځپاڼې ته كله هم پرېس اېډوائس نه دې جاري كړې شوې او نه پرې كوم فشار اچولے شوے دے ۔ هغه زياته كړه چې په خپل ځان ټكونه په مثبت ډول اخلو۔