‏ وزيراعظم عمران خان به (نن) په يوه ورځنۍ دوره پېښور ته راځي۔ کامران بنګش

image

پېښور 15 دسمبر(اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت وياند کامران بنګش وئيلي دي وزيراعظم عمران خان به (نن) د شورو په ورځ په يوه ورځنۍ دوره پېښور ته راځي اوپه دې موقع به د حيات آباد سپورټس كمپلېكس د اپ لفټ منصوبې باقاعده پرانسته كوي٬ د اپ لفټ منصوبې له مخې به د آئي سي سي معياري ګراٶنډ جوړولے شي۔ ده زياته كړه چې وزيراعظم به د پاکستان انسټي ټيوټ آف کارډيالوجي او د پراونشل هاوسنګ اتھارټۍ له مخې د هائي رائز فلېټس سكيم پرانسته هم كوي ۔ کامران بنګش ووئيل وزيراعظم به د دورې په مهال صوبائي كابينې سره هم ملاقات كوي او د كامياب جوان پروګرام په لړ كښې به وزيراعظم عمران خان ځوانانو له چېكونه هم وركوي

مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں