د راروانو درېو مياشتو په مهال به وړومبنے احساس سنټر پرانستلے شي چې پكښې به ون ونډو آسانۍ ترلاسه وي، د وزیراعظم د غريبۍ ختمولو پروګرام خاص مرستياله ډاکټر ثانیه نشتر

image

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی)د وزیراعظم د غريبۍ ختمولو خاص مرستيالې ډاکټر ثانیه نشتر وئيلي دي د راروانو درېو مياشتو په مهال به وړومبنے احساس سنټر پرانستلے شي چې پكښې به ون ونډو آسانۍ ترلاسه وي۔دې د زيارت په ورځ پی آئی ډی كښې “احساس پروګرام !سرپرستي د سیاست څخه د کارکردګۍ سیاست پلو منتقل كولو ” په سرخط د سرمائیکل باربر رپورټ اجرا په موقع خبرې کنفرنس ته وينا كوله۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز هم موجود ؤ ٬ دغسې سر مائیکل باربر د ویډیو لنك د لارې خطاب وكړو۔خاص مرستيالې ډاکټر ثانیه نشتر ووئيل دا د ډیلیوری ایسوسی ایټس كوټلے او په وخت وړاندې كيدونكے رپورټ دے كوم چې زمونږ په وړومبي كال كښې د احساس پروګرام په کامیابیو غور کولو له مرستياله دے او پرله پسې د كاميابو لاره هواره وي ۔ دې ووئيل دې تجربو څخه به مونږ ته پاکستان كښې د غريبۍ ختمولو خپل مقصد او د خپلو ټولو مستحقو كسانو خذمت ته د پام لرنې لپاره مرسته ترلاسه شي، هيله لرو چې احساس پروګرام به د نړۍ لپاره يوه نمونه وګرځي۔دې ووئيل ډیلیوری ایسوسی ایټس په برتانيه كښې دے او 40 څخه د زياتو هېوادونو حکومتی لارښودو سره كار كوي۔دا د حکومتونو ، عوامی ادارو او نورو تنظیمونو سره په شراکتی بنیادونو كار كوي او د نړۍ د 20 مختلفو هېوادونو ډلې چې د 24 قامونو نمائندګي كوي او 20 بيلې ژبې وائې۔ دې ووئيل احساس پروګرام يوه چھترۍ ده د كومې د لاندې چې دا پروګرام چليږي او د ټول پروګرام مقصد حق دارو ته حق ورسول دي۔دې ووئيل د ستائنې وړ اقدامات كښې احساس کفالت هم شامل دے كوم چې ګڼو غريبو ميرمنو له غیر مشروط مالی معاونت وركوي۔ احساس انډرګریجویټ اسکالر شپس چې ترمخه ئې په يو كال كښې پسماندہ طبقو سره تعلق لرونكو زدكوونكو له 50000 څخه زيات سکالرشپس وركوي او احساس نشوونما كوم چې د صحت او غذائیت وركولو مشروط د مالي معاونت پروګرام دے۔ دې نه ځانله د غريبۍ ختمولو او سماجی تحفظ ډویژن او د دغې د سوري لاندې ادارو كښې د ګورننس اصلاحاتو په اړه يو پراخه عمل پيل شوے۔ خاص مرستيالې ووئيل د احساس ګورننس او دیانت دارۍ پالیسي کابینې په 12نومبر 2019 منظور کړې وه ۔ ثانيه نشتر ووئيل وزیراعظم عمران خان د دې پروګرام مشري كوي ۔خاص مرستيالې ووئيل نوو پروګرامونو جوړولو او موجودہ پروګرامز لا سپيځلي او ښه كول زمونږ مشن دے۔دې ووئيل احساس پروګرام يو غیر سیاسی پروګرام دے او حكومت هڅه كوي چې د سماجی تحفظ ميوې هغه كسانو ته ورسي كوم چې زيات مستحق دي۔دا خبره دې ياده وي احساس رپورټ سرمائیکل باربر ليكلے دے كوم چې د ډیلیوری ایسوسی ایټس چیئرمېن او بانی دے۔ هغه د نړۍ په نوموړو تعلیمي اصلاح خوښو كښې يو دے او 2001 نه تر 2005 د برتانيې وزیراعظم ټونی بلیئر لپاره ئې د صلاحكار خذمات هم ترسره كړي۔د ویډیو لنك د لارې پریس کنفرنس ته خطاب کښې سر مائیکل باربر ووئيل وزیراعظم عمران خان د غريبۍ ختمولو اقدام، احساس پروګرام پاکستان اولس لپاره مثبت بدلون دے او غريبۍ كمولو لپاره د ګلوبل ماډل جوړېدو بنياد اېښودلے شوے۔سر مائیکل باربر ووئيل زمونږ د تجزیې څخه معلوميږي چې احتساب او اثرات ته پام لرنه كولو سره احساس د غريبۍ ختمولو تګلارې په اړه په نړيواله كچه د غوره مثال بنياد اېښودے۔ ده ووئېل زه پخپل کیریئر كښې پرله پسې د پاکستانو حکومتونو سره د كار كولو درناوے لرم او په دې زه خوشحاله شوے يم چې احساس د موجودہ انتظامیې اولین ترجیحات كښې شامل دے۔ده ووئېل د وزیراعظم عمران خان او ډاکټر ثانیه نشتر په مشرۍ كښې احساس ډلې په يو كال كښې ډېر پرمختګ كړے۔ اصلاحات او د اسټرکچرل بدلون ډلې د لارې په ابتدائی توګه 12ملیونه كورنيو له د کووېډ۔19 په مهال احساس ایمرجنسي کیش په تندۍ سره وركړے ۔۔رپورټ كښې د ټیکنالوجۍ او ډیټا پروګرام استعمال کړے شوے كوم چې د نګرانۍ معمولاتو او د خپلې کارکردګۍ په مهال قوي ګورننس نظم او ضبط باوري كولو له جوړ دے۔ده ووئيل رپورټ احساس پروګرام!سرپرستي سیاست څخه د کارکردګۍ سیاست پلو منتقل كول د حکومت فلیګ شپ پروګرام د احساس د وړومبني كال تجزیه وړاندې كوي۔دا پروګرام شفاف، ګڼ اړخيزه او د نتيجې وړ جوړولو له د پېل شوو ابتدائي اقداماتو خاکه وړاندې كوي۔

مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores
متعلقہ مضامین
مزید خبریں