حکومت د صنعتي هلو ځلو ودې، کاروباري ورورولۍ ته سهولتونه وركولو، د لرو پرتو سيمو پرمختګ ٬ خلق د غربت نه خلاصولو ته پام لرنه كوي ٬ د وباء په وړومبۍ چپه كښې په هېواد كښې د بشپړ لاك ډاٶن غٶښتونكې مخالفه ډله نن جلسې كوي۔ وزيراعظم عمران خان

image

سيالکوټ 09 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت د صنعتي هلو ځلو ودې، كاروبار كښې آسانۍ راپېدا كولو٬ کاروباري ورورولۍ ته سهولتونه وركولو ، د لرې پرتو سيمو پرمختګ او خلق د غربت نه خلاصولو ته بشپړه پام لرنه كوي، د کاروباري ورورولۍ د اېف بي آر٬ سټېټ بېنك او نورو څانګو پحقله مسئلې به حل كوو ، د اولسي مسئلو بشپړ حل لپاره موثره بلدياتي نظام راوړو، د کرونا وائرس په وبائي صورتحال كښې معاشي هلې ځلې جاري ساتل مهم چېلنج ٶ، حکومت د كوټلو اقداماتو په سبب د جاري كهاتو په زيان قابو موندلے٬ د وباء په وړومبۍ چپه كښې په هېواد كښې د بشپړه لاك ډاٶن غٶښتنه كونكې مخالفه ډله نن جلسې كوي، د کرونا نه بچ كېدو لپاره په اېس او پيز عمل درآمد ضروري دے، اولس دې ماسك اچوي او په اېس او پيز دې عمل وكړي، په صحيح معنو كښې كه اختياطي تدبيرونه خپل نه كړے شول نو د ژمي په موسم كښې به ستونزې رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ سيالکوټ كښې د فضائي کمپنۍ اېئر سيال پرانستې نه پس كاروباري ورورولۍ ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د هېواد په پرمختګ كښې د سيالكوټ بزنس كميونټي مهم كردار لري ٬ نزدې سباٶن كښې به سيالکوټ د برآمدي هلو ځلو مركز جوړ شي٬ دوي ته په سباٶن كښې د خپل ايئر لائن حاجت پېښېدونكے ٶ، دې لپاره دوي دلته د وړاندې نه يو شاندار هوائي مېدان او بيا خپل ايئر لائن جوړ كړو ځكه چې كاروباري ورورولي ښه پوهېږي چي ھغوي اېئر لائن څنګه چلولې شي۔ده ووئېل د ايئر سيال پېل سره به د پي آئي اے او نورو فضائي كمپنو تر مينځه د مقابلې فضا راپېدا شي او مسافرو ته به سهولتونه ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل د کرونا په صورتحال كښې معاشي هلې ځلې جاري ساتل مهم چېلنج ٶ٬ د كرونا مخ نيوي له لاك ډاٶن ښه لاره ده٬ د الله پاك په فضل او کرم او د اولس په مرسته د كرونا په وړٶمبۍ چپه كښې صورتحال په قابو كښې ٶ٬ د كوټلې لائحې په سبب ډبليو اېچ او د پاکستان شمېره په ھغه 7 هېوادونو كښئ كړې چا چې د غوره لائحې د لارې د كرونا د صورتحال مخنيوي لپاره اقدامات كړي او روزګار، کاروبار او خپل اولس ئې د كرونا نه بچ كړے۔ وزيراعظم ووئيل مخالفې ډلې ھغه وخت په لاك ډاٶن نه كولو په حكومت تنقيد كولو خو تېر ځل د لاك ډاٶن مطالبه كونكې مخالفه ډله نن جلسې كوي٬ د کرونا په دوېمه چپه كښې په احتياطي تدابير عملدرآمد ضروري دے۔ ده ووئيل په امريكا كښې په هر څلورو ورځو كښې دومره كسان د كرونا په سبب مري څومره چې پاکستان كښئ په اووه مياشتو كښې هم نه دې مړه شوي٬ دا مهال کېليفورنيا، انګلينډ او اټاليه كښې د لاك ډاٶن صورتحال دے ٬ اولس ته غږ كوٶ چې ماسك اچوې او په اېس او پيز عمل وكړې ځكه چې د ماسك اچولو نه غېر د كرونا مخ نيوے نشي كېدے۔ وزيراعظم ووئيل حکومت کاروباري طبقې له سهولتونه وركولو لپاره عزم لري او د كاروباري ورورولۍ ډاډګيرنه كول غواړي دغسې چې كاروباري هلې ځلې زياتې شي۔ ده ووئېل د 60 په لسيزه كښې پاكستان پرمختګ كولو خو د 70 لسيزي د منفي پاليسو په سبب صنعتي پرمختګ وځپلے شو٬ صنعتي پرمختګ لپاره بزنس كميونټۍ ته ټول سهولتونه وركوٶ٬ د خنډانو خاتمه او په كاروبار كښې آسانۍ پېدا كول د حكومت ترجيح ده او د حكومت د تر ټولو لوي مقصد دا دے چې اولس د غربت نه خلاص كړے شي٬ ده ووئېل ګلګت بلتستان، د پخوانۍ فاټا ضم شوو ضلعو، بلوچستان او د پنجاب د ډېره غازي خان غٶندې پسمانده سيمو پرمختګ ته دې پام لرنه اوشي كومې چې په پرمختګ كښې وروستو پاتې دي۔ده ووئېل سوكالۍ لپاره يو ډول پرمختګ ضروري دے٬ چين خپلو لاندې طبقو ته سهولتونه وركړي او 70 كروړه اولس ئې د غربت نه خلاص كړے ٬ د سي پېك يو مقصد دا هم دے چې لويديز چين ته وده وركړې شي ځكه چې چي د ګوادر د لارې سمندري تجارت ته وده وركول غٶاړي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ هڅه ده چې په كومو سيمو كښې د محرومۍ احساس شته هلته سهولتونه وركړو٬ بې وسه كسانو لپاره دې پاليسۍ جوړې كړې شي او دې مقصد لپاره د احساس پروګرام پېل كړې شوے خو دې لپاره د دولت زياتوالے هم ضرورې دے ځكه چې د دولت نه غېر د غربت خاتمه نشي كېدې ۔ ده ووئيل كله چې اوسني حكومت اقتدار ترلاسه كړٶ نو د زرمبادله پانګې كمې وې او ادائيګۍ لپاره مونږ سره پیسې نه ٶس٬ زمونږ برآمدات زيات او درآمدات كوم وٶ٬ مونږ برآمدات زياتول غواړو٬ مونږ هڅه كوٶ چې د سيالکوټ صنعت ته هر ډول ممكنه سهولت وركرو ۔ده ووئېل د سيالکوټ، ګوجرانواله ، ګجرات، وزيرآباد، کراچۍ او د فېصل آباد برآمدات زياتولو لپاره مرسته پكار ده٬ د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبار زيات روزګار پېدا كوي٬ ځوانان زمونږ د آبادۍ لويه برخه ده ٬ دوي ته د روزګار موقعې وركول دي او په دې لړ كښې به د وزير اعظم آفس له مخې د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر او ټاسك فورس خنډان لرې كولو او د كوچنۍ او مېنځنۍ درې صنعت لپاره آسانۍ راپېدا كولو لپاره اقدامات كوي۔ وزيراعظم ووئيل د حكومت د كوټلو اقداماتو په سبب د جاري كهاتو په زيان قابو موندلے شوے۔ ده ووئيل سيالکوټ كښې د جديد پوهنتون جوړولو منصوبه لرو٬ په دې پوهنتون كښې به د مصنوعي ذهانت، ټيکنالوجي او نورو څانګو ته پاملرنه كولې شي دغسې مونږ په هري پور كښې د اسټريا په مرسته پوهنتون جوړ كړے چرته چې به د نړيوال معيار انجينئرز راپېدا شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د کاروباري ورورولۍ د اېف بي آړ٬ سټېټ بېنك او د يوټيليټي کمپنيو په اړه مسئلې به حل كولې شي٬ د اولسي مسئلو حل لپاره موثره بلدياتي نظام وړاندې كوٶ٬ ښارونو كښې به سټي ګورنمنټس جوړولے شي او د ميئر انتخاب به نېغ په نېغه كېږي۔

مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں