د اپوزيشن د غونډې په موقع د كانټينرو لګولو او د ګرفتارې ضرورت نه و، د خلقو په نيولو كښې د ده كوم كردار نشته. شاه محمود قريشي

image

ملتان 06 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په ملتان كښې د اپوزيشن د غونډې په موقع د كانټينرو لګولو او د ګرفتارې ضرورت نه و، د خلقو په نيولو كښې د ده كوم كردار نشته. په ملتان كښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل چې بايد اپوزيشن ته په قلعه قاسم باغ كښې د غونډې اجازه وركړې شوې وه، كه خنډ نه و پېدا كړے شوے او دا غونډه په سټېډيم كښې شوې وه نو دوي به خلقو ته معلوم شوي وو. د دوي د پاور شو حقيقت به هم خلقو ليدلې و، چا چې هم د غونډې د مخ نيوي هڅه كړې، د سياسي شعور څرګندونه ئې نه ده كړې. ده ووئيل چې په ګرفتارې كښې د ده كوم كردار نشته او په دې لړ كښې تورونه بې بنسټه دي. ده ووئيل چې زه په سياسي عمل باور لرم او مونږ په سياسي انداز كښې مخ په وړاندې تلل غواړو. ده ووئيل چې ده د كابينې په غونډو كښې هم دا دريځ وړاندے كړے او وزيراعظم عمران خان هم د غونډو په لار كښې د كوم خنډ پېدا كولو په حق كښې نه دے. ده ووئيل چې د كورونا دوهمه چپه ډېره سخته ده. ده ووئيل چې د سندھ وزيراعلٰي لاك ډاٶن هم لګولې او د غونډو ملاتړ هم كوي، دا كوم ډول دوه مخې معيار دے.

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں