اسلام آباد۔4دسمبر (اے پي پي) د پاکستان سيټيزن پورټل دوه كلنه كاركردګي جاري كړې شوې٬ په پاكستان سيټيزن پورټل په دوه كالو كښې د رجسټرډ كسانو شمېره 30 نه زياته شوې ده په دوه كالو كښې په پورټل د 27 لكه نه زياتې ګيلې موصول شوې دي او د 25 لكه نه د زياتو ګيلو ازاله شوې ده٬ د پورټل د دلارې د موصول شويو شكايتونو په حل كښې د نادرا كاركردګي زياته د اطمينان وړ ده، د تاركين وطن پاكستانيانو لخوا يو لك 36 زره نه زيات په موصول شويو ګيلو كښې يو لك 28 زره ترسره كړې شوې دي۔ د جمعې په ورځ په وزيراعظم سېكټرېټ كښې د وزيراعظم په مشرۍ كلښې په دستوره كښې د پورټل دوه كلنه كاركردګي جاري كړې شوه ۔ د پي اېم ډي يو انچارج عادل صافي د كاركردګۍ رپورټ وړاندې كولو سره ووئيل چې 27 لکھ 60 زره موصول شويو شكايتونو كښې 14 لكه 41 زره پايه تخت ، 9 لكه 45 زره نه زيات په پنجاب ، 2 لكه 62 زره خېبرپښتونخوا، يو لكه 67 زره سندھ، 22 زره 700 اسلام آباد، 19 زره 600 بلوچستان، 3421 ګلګت بلتستان او 619 شکايتونه د آزاد جمو و کشمير حکومت په ضد موصول شوي دي٬ په وفاق كښې د ټولو نه زيات شكايتونه د برېښنا او توان پحقله دي چې شمېره ئې د 4 لكه 97 زرو نه زياته ده، پنجاب كښې زياتې ګيلې د ميونسپل سروسز په اړه دي، په نورو صوبو كښې هم د ميونسپل سروسز په اړه د ګيلو تناسب زيات ٶ۔ د ټولو نه زيات د ګيلو ازالې شرح په وفاق او خېبرپښتونخوا كښې 95 فيصده، پنجاب كښې 94، سندھ كښې 86، اسلام آباد 78، بلوچستان كښې 89، ګلګت بلتستان 84، آزاد جمو و کشمير كښې 85 فيصده وه۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې په پورټل 11 لكه غېر ملکي هم رجسټرډ دي، لرې پرتو سيمو سره تعلق لرونكو لپاره هېلپ لائن هم جوړ كړې شوې دې كوم څخه چې دوي د پورټل په اړه معلومات ترلاسه كولې شي۔