د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د پاكستان آئي لېنډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ او د راوي اربن ډوېلپمنټ اتهارټۍ په اړه غونډه

image

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د پاكستان آئي لېنډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ او د راوي اربن ډوېلپمنټ اتهارټۍ په اړه د زيارت په ورځ غونډه وشوه. په غونډه كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز، د بحري چارو وفاقي وزير سيد علي حېدر زېدي، د وزيراعظم خاص مرستيالانو ډاكټر شهباز ګل او سيد ذوالفقار عباس بخاري، د سندھ ګورنر عمران اسماعيل، د نوي پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن ، د راوي ډوېلپمنټ اتهارټۍ چيئرمېن او د پاكستان آئي لېنډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ چيئرمېن او نورو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وزيراعظم د دواړو پروژو په اړه تر اوسه د شوي پرمختګ څخه خبر كړے شو. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د كورونو په څانګه كښې زياتېدونكي طلب په نظر كښې ساتلو سره دا دواړه پروژې ډېرې مهمې دي. وزيراعظم هدايت وكړو چې د دې پروژو د مثبت اړخونو په ډاګه كولو ضرورت دے. اولس دې خبر كړے شي د دې پروژو د لارې زمونږ د يو شمېر معاشي او ماحولياتي ستونزو حل ممكن دے. خلق به د نوكرې او روزګار موقعې ولري او ماحولياتي الودګي به كمه شي. وزيراعظم ووئيل چې بهر مېشته پاكستانيان به په دې پروژو كښې شاملول وي. ده هدايت وكړو چې پروژې دې په ټاكل شوي وخت كښې ترسره كړے شي.

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی