کراچی ۔28نومبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د كورونا وبا د لاسه رامخے ته شوي صورتحال كښې پوهنتونونو لپاره د ورچوئل تعليم د لارې د تعليم معيار ښه كولو زرينه موقعه ده۔ هغه د خالي په ورځ د سول سوسائټۍ يو پلاوي سره خبرې كولې۔ د پلاوي مشري حاجي حنيف كوله۔ صدر ته وفاقی اردو یونیورسټی ته د پېښو مسئلو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د آن لائن تعليم ضرورت په اړه صدر ووئيل د کورونا وائرس وبا پاکستان كښې د آن لائن تعليم اهميت په ډاګه كړے دے۔ په دې لړ كښې ورچوئل یونیورسټی ارزان او معياري تعليم وركولو كښې مهم كردار ترسره كولے شي۔ وفاقی اردو یونیورسټی آف آرټس سائنس اېنډ ټېکنالوجی هم بايد آن لائن تعليم ته وده وركړي۔ صدر وفاقی اردو یونیورسټی ته د غوره علومو ترجمې د لارې اردو ژبې ته د ودې وركولو تاكيد كولو سره ووئيل چې دې سره به نالوستي ختمولو كښې مرسته ترلاسه شي