اسلام آباد 26 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان امر كړے چې دا مهال هېواد كښې د برېښنا هېڅ كمے نشته٬ دې لپاره د نوو كنكشنز په وركولو كښې تاخير هېڅ جواز نه لري، د حکومت مقصد اولس ته اسانۍ او سهولتونه وركول دي، بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيان زمونږ قېمتي سرمايه ده ، دوې لپاره د هېواد په كاروباري هلو ځلو كښې برخه اخستو په لاره كښئ رامخې ته خنډان دې په ترجيحي بنيادونو لرې كړے شي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ هاٶسنګ٬ كنسټركشن اېنډ ډوېلپمنټ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ اوونيزې غٶنډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم صلاحكار عشرت حسېن، د سندھ ګورنر عمران اسماعيل، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګِل او د سمندر پورې باكستانيانو په اړه خاص صلاحكار سيد ذوالفقار بخاري سره د اړوندو وزارتونو لوړو پورو ګډون كولو۔ دغسې د څلورو واړٶ صوبو چيف سېكرټريز او اعلٰې چارواكو د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډٶن كولو۔ په غونډه كښې د توان او پټروليم ډويژونونو لخوا نوو تعميراتي منصوبو لپاره د برېښنا او ګېس كنكشنز وركولو كښې د آسانۍ پېدا كولو په اړه بريفنګ وركړے شو ۔ د پټروليم سېكرټري غٶنډې ته ووئيل د ګېس ني كنكنشنز لپاره پكار اېن او سيز لپاره آن لائن طريقه كار وضعه كوٶ چې ورسره به مصرف كوٶنكو لپاره آسانۍ راپېدا شي۔ د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتھارټۍ چيئرمېن غٶنډه سټېټ بېنك سره د نيا پاكستان هاٶسنګ سكيم لپاره د شريكې مرستې په اړه خبر كړه۔ ده ووئيل د درخواست كوونكو د خوښې په اړه به اتهارټي ضروري معلومات بېكنونو له وركوي۔ په دې موقعوزيراعظم واضح امر وكړٶ چې دا مهال هېواد كښې د برېښنا هېڅ كمے نشته٬ دې لپاره د نوو كنكشنز وركولو كښې تاخير هېڅ جواز نه لري۔ ده په دې لړ كښې د جاري كېدونكو اېن او سيز او د منظورۍ طريقه كار مصرف كوٶنكو له د آسانولو هم سپارښتنه وكړه ۔ وزيراعظم ووئېل د سيكم له مخئ خپل كور ترلاسه كولو لپاره بېنك څخه په آسانو شرطونو په پور اخستونكو دې اضافې بوجه وانه چولے شي۔ ده ووئيل د حكومت مقصد بې كوره خلقو له خپل كور او ھغوي ته آسانۍ وركول دي۔ ده د توان وزارتِ ته د نوو ګرېډ سټېشنز جوړولو په اړه د معياري طريقه كار وضعه كولو او په سباٶن كښې په دې د عمل كولو هم امر وكړو۔ وزيراعظم واضحه كړه چې د مختلفو يوټېليټي سروسز ترلاسه كولو د منظورۍ اغستو اوږده پړاٶنه دې اسان كړے شي ځكه چې رائج طريقه كار څخه تعميراتي څانګې لپاره ستونزې راپېدا كېږي۔ د هاٶسنګ اېنډ وركس وزارت سېكرټري غونډې ته په كراچۍ كښئ د جوړېدونكې رهائشي منصوبې پاكستان كوارټرز په اړه ووئيل د منصوبې له مخئ شپږ زره اپارټمنټس به جوړولے شي كومو لپاره چې د سندھ حكومت او نورو اړوندو محكمو سره د مشاورت لړۍ روانه ده ٬ د منصوبې وړومبني پړاٶ كښې به د 4 اربه روپو په لګښت 700 يونټس جوړولے شي او په راتلونكو دريو مياشتو كښې به په دې كار پېل شي۔ ده ووئيل د وزارت د منظورۍ نه پس اسلام آباد كښې 5 ملكيتي پلاټونه د 13 اربه روپو نه په زياتو نيلام شوي كومې څخه چې به د 50 اربه روپو سرمايه كارۍ نه علاوه لس زره كسانو ته د روزګار موقعې ترلاسه شي۔ په دې موقع وزيراعظم د اېف بي آر چئيرمېن او نورو اړوندو ادارو ته سرمايه كارۍ لپاره سمندر پورې پاكستانيانو ته د سهولتونو وركولو امر وكړو۔ وزيراعظم تاکيد وكړو چې بهر هېوادنو كښې مېشته پاكستانيان زمونږ قېمتي سرمايه ده ٬ دې لپاره ھغوي ته د هېواد په كاروباري هلو ځلو كښې برخه اخستو لپاره په ترجيحي بنيادونو اسانۍ وركړئ۔