د اېل اېن جي په معامله د خاص شمېرو په بنياد منفي كمپائن چلېږي۔ د وزيراعظم د پټروليم خاص مرستيال نديم بابر د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز سره خبرې كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 25 نومبر(اے پي پي) د وزيراعظم د پټروليم لپاره خاص مرستيال نديم بابر وئيلي دي د اېل اېن جي پحقله په خاص شمېرو جوړه بيانيه د مقصد وړ نه ده ، د اېل اېن جي په معامله د خاص شمېرو په بنياد منفي كمپائن چلېږي، پخواني حكومت اېل اېن جي د ګېس په ځاے د پټروليم مصنوعاتو برخه ګرځولو سره غلطي كړې ، تر پنځو كالو د ځائي ګېس بيعه منجمد ساتلو سره د ګاز كمپنو ګرځنده قرض 192 اربه روپو ته رسېدلے ٬ د برېښنا پېداوار لپاره پلانټس ولګولے شول خو د ټرانسمېشن مسئله حل نه كړې شوه٬ اېل اېن جي لپاره د ګېس غوندې د يو اېف جي شرح نشي مقرر كېدې، د اېل اېن جي كه كنفرم آرډرز نه وي نو په درآمد كولو به ئې څه كوٶ، اېل اېن جي لپاره د اوږدې مودې لوظنامې شوې، موجوده حکومت نجي څانګې ته د اېل اېن جي ټرمينل لګولو اجازه وركړې ، د ګېس وركړه ښه كولو لپاره به د اصلاحاتو جامع پېكج راوړلے شي، په ژمي كښې به د ګېس هېڅ كمے نه وي٬ راتلونكي كال فرورۍ، مارچ كښئ به په شمال جنوبي پائپ لائن منصوبه كار پېل كړے شي، د پخواني حكومت په مقابل كښې 20 فيصده ارازنه اېل اېن جي درآمد كړې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ نديم بابر ووئيل د څه مودې راهسې د اېل اېن جي پحقله د حقائقو برعكس خبرونه چلېږي او قصداً دا تاثر وركړے كېږي كوم چې د حقائقو برعكس دے او يو اېنكر د يوې بيانيې لپاره آله كار جوړ شوے ، د خاص شمېرو په بنياد منفي كمپائن چلېږي ۔ ده وئيل پخواني حكومت چې كله د اېل اېن جي درآمد پېل كړو نو د اېكټ آف پارلمنټ د لارې دا د ګېس په ځائ د پټروليم مصنوعاتو برخه ګرځولې شوې او د دې نه پس كله چې اوګرا هم د ګېس د بيعې تعين كوي نو په ھغې كښئ اېل اېن جي شامله نه وي، دا مهال د اېل اېن جي او د ځائي ګېس په بيعه كښې د نيمې نه زيات فرق دے۔ ده ووئېل د اېل اېن جي يو كارګو په 25 مېليونه ډالرو راځي، موجوده حکومت په 27 مياشتو كښې 35 كارګو درآمد كړي كومې چې د پخواني حكومت قطر سره د ګرانو لوظنامو څخه 20 فيصده په كم بيعه راغوښتلې شوي، پخواني حكومت د 800 اېم اېم سي اېف ډي د اوږدې مودې لوظنامې كړې، تر څو چې د وړاندې نه درآمد شوې اېل اېن جي خرڅه نه كړې شي نو نور كنټرېكټ څنګه كېدے شي۔ده ووئېل په ګرانه بيعه اېل اېن جي اغستو سره په ارزانه بيعه څنګه خرڅېدے شي، پخواني حكومت په دې لړ كښې ګرانو لوظنامو سره بله لاره نه ده پرېښودې۔د پټروليم صلاحكار نديم بابر ووئېل موجوده حکومت چې كومې 35 كارګو درآمد كړي د ھغې بيعه د برېنټ په حساب 10.4 فيصد ده ، كه د دسمبر كارګو ورسره څوك شامله كړي نو بيعه به ئې 11.3 فيصد شي۔ده ووئېل په زياتو شمېرو وړاندې كولو حقائق نه شي بدلېدے۔ ده دا پوښتنه هم وكړه چې په اوړي كښې اېل اېن جي ارزانه وه نو ھغه وخت د پرچيز لوظنامې ولې نه دي شوې، د دې ځواب دا دے چې ګېس خرڅوٶنكو ته هم معلومه وي چې په ژمي كښې به د دې بيعه زياته وي، د ټرمينلز جوړولو په اړه هم د پوښتنه وكړه جې كوم دوه ټرمينلز په پخواني حكومت كښې جوړ شوي د ھغې هم سل فيصده د استعداد ضمانت حكومت وركړے ٶ او دغه فكسډ چارجز لري كه دا ټړمينلز د خپل ګنجائش له مخې ونه چلېږي نو دې لپاره به ادائيګي كول وي او دغه په كال كښې 170 مېليونه ډالره ادا كول دي ځكه چې ټول كال ټرمينلز نشي چلېدے۔ ده ووئيل په سركاري خرڅ نوې ټرمېنلز جوړولو سره به په حكومت فشار زيات شي۔نديم بابر ووئېل موجوده حکومت نجي څانګې له د اېل اېن جي ټرمينل لګولو اجازه وركړې دغسې چې ھغوي خپله اېل اېن جي درآمد كړي او خرڅه ئې كړي۔صلاحكار نديم بابر ووئېل دوه كمپنۍ اېل اېن جي ټرمينلز لګولو لپاره راضي شوي٬ يوه كمپني به په جنورۍ او بله به څو مياشتې پس كار پېل كړي او نجي څانګه به خپل خرڅٶنه پخپله برداشت كوي۔ ده كے الېكټرك ته د اېل اېن جي اېندهن وركولو پوښتنه هم وكړه، د كے الېكټرك مسئله پخوانۍ ده ٬ وفاقي حكومت د كراچۍ وګړو سهولت لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي، د كے الېكټرك سره د برېښنا اود ګېس لوظنامې كله ختمې شوي، څومره مرسته چې د ھغوي كولې شو كوٶ به ئې۔ده ووئېل د ژمي په موسم كښې د اېل اېن جي وركولو يو كنټرېكټ دوي سره نه دې شوے، پي اېس او څخه ھغوي تېل د وړاندې نه اخستل٬ د اوګرا رولز له مخئ تر څو چې د ځائي ريفائنريو پېداوار فرنس آئل اوچت نه كړي تر ھغې دا درآمد كېدے نه شي۔ ده ووئيل د پي اېس او او كے الېكټرك لوظنامه خپله لوظنامه وه۔ ده ووئيل تېره اوونۍ كښې روسيه سره د ګاز پائپ لائن په منصوبه پېشرفت شوے او د دې پائپ لائن د لارې به 1.6 ارب مكعب فټ د ورځې ګېس راځي، هيله لرو چې فرورۍ او مارچ كښې به په شمال جنوب پائپ لائن منصوبه كار پېل شي، د زمكې د ترلاسه كولو عمل پېل شوے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ګېس كمپنو د كار تقسيم پحقله وفاقي كابينې يوه پرېكړه نه ده كړې خو وزيراعظم د پټروليم ډويژن ته د اصلاحاتو د جامع پېكج جوړولو امر كړے چې پكښې په ګېس پائپ لائنونو د يو اېف جي٬ سمارټ ميټرز٬ ټراسميشن او نور عوامل شاملولې شي۔ ده ووئيل د هېواد د ګېس پېداوار د 7.5 فيصده د كال په توګه په كمېږي ، د زيارت په ورځ توان لپاره د كابينه كمېټۍ په غونډه كښې به د دوو مياشتو منصوبه وړاندې كولې شي۔۔

مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں