د کورونا وائرس دويمې سختې چپې ته پام كولو سره به يو دوه ورځو كښې د تعليمي ادارو بندولو پرېكړه وشي۔ وفاقي وزير شبلي فراز

image
APP31-181120 ISLAMABAD: November 18 – Federal Minister for Information and Broadcasting Senator Shibli Faraz addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد۔18نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز وئيلي دي چې د كورونا وائرس دويمې سختې چپې ته پام كولو سره به يوه يا دوه ورځو كښې د تعليمي ادارو بندولو پرېكړه وكړې شي۔ د کورونا وائرس شرح 7 نيم فیصده ته رسېدلې ده۔ حكومت په دې تجويز غور كوي چې د يخنۍ موسم رختصۍ به اوږدې او د ګرمۍ به لنډې كړې شي۔ د شورؤ په ورځ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د تعليم وزيرانو د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ كښې د كورونا دويمه سخته چپه نظر كښې نيولو سره هڅې كړې وه چې په اولني پړاؤ كښی به پرائمري ٬ بيا 8 م كلاس او بيا كالجونه او پوهنتونه بندولې شي ولې د كورونا وائرس كېسونو كښې چې څومره تندۍ سره اضافه كېږي دغه نظر كښې نيولو سره به د تعليمي ادارو بندولو پرېكړه ورځ دوه كښې وكړې شي۔ هغه ووئيل د اطلاعاتو وزارت او تعليم وزارت ترمينځه د تعليمي عمل جاري ساتلو په مفاهمي يادښت لاس ليك به ډېر زر وشي

مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں