اسلام آباد۔18نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز وئيلي دي مولانا فضل الرحمن كورونا وائرس څخه بچ كېدو له په حديث نبوي د عمل كولو تلقين كوي ولې هغه دې ته هم سياسي رنګ وركوي۔ د شورؤ په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل كه مذهبي لارښود سره د علم نه په مخالف لوري روان وي نو دا خبره د پوهې نه لرې ده۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل يو حديث كښې راغلې دي چې حضور نبي كريم (ص) فرمائيلې چې كومه سيمه كښی د طاعون وبا په اړه تاسو خبر شۍ نو دغې سيمې ته مه ځۍ او كه طاعون خپور شي نو بهر مه وځۍ۔ كورونا وائرس يوه جدي مسئله ده دا بايد سياسي جوړه نه كړې شي۔ كه مولانا په دې حدېث د عمل تلقين كولې نو دا به ښه وې