د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښی د خارجه چارو مشاورتي كونسل غونډه

image

اسلام آباد۔18نومبر(اے پی پی) د خارجه چارو وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پاكستان به د افغانستان په شمول منطقه كښې امن په ځائې كولو له خپلې مخلصانه هڅې روانې ساتي۔ سولييز افغانستان د ټولې منطقې امن او استحكام لپاره ډېر ضروري دے۔ هغه د شورؤ په ورځ خارجه وزارت كښی د خارجه چارو مشاورتي كونسل 15 مې غونډې مشري كوله۔ غونډه كښې د خارجه چارو پارلېماني سېكټري عندليب عباس ٬ خارجه سېكرټري سهېل محمود ٬ پخوانو سفيرانو ٬ د نړيوالو چارو پوهانو او د مشاورتي كونسل نورو غړو ګډون كولو۔ غونډه كښی منطقه كښې د امن په وضعه ٬ د اسلامو فوبيا په زياتېدونكي رجحان او خارجه پالېسۍ سره په اړوندو مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير غونډه كښې ګډون كوؤنكي د هند لخوا پاكستان كښې د ترهګرۍ كارروائيو ملاتړ كولو او د رياست مخالفو ډلو مرستې كوټلې شواهدو نه خبر كړل۔ هغه ووئيل وزيرعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 75 مې غونډې ته د وېډيو لنك د لارې چې كوم خطاب وكړو د هغې ټولې نړۍ ستائنه كړې۔ هغه ووئيل د تېرو دوه مياشتو په مهال خارجه وزارت د پبلک ډپلومېسی حوالې سره مهم ګامونه پورته كړې دي۔ هغه ووئيل مونږ خارجه وزارت كښې’’د كشمير تورې ورځې‘‘ حوالې سره د بېلو تعليمي ادارو طالبعلمانو ترمينځ په كشميري اولس د روانو ظلمونو سرخط سره د آرټ او تقريري مقابلې وكړې

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں