افغان صدر سره ملاقات كښې په تجارت او مواصلاتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د تجارت صلاحكار

image

کابل۔18نومبر(اے پی پی) د وزیراعظم د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد وئيلي دي چې افغان صدر سره ملاقات كښې په تجارت او مواصلاتو د خيالاتو څرګندونه شوې ده۔ د دواړو هېوادونو ترمينحھ د تجارت او سرمايه كارۍ په زړه پورې موقعې موجود دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ افغان صدر سره ملاقات نه وروسته ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ د تجارت صلاحكار ووئيل نورو اعلی چارواكو سره هم د تجارت په اړه ملاقاتونه وشول۔ هغه ووئيل هيله لرؤ چې د راهدارۍ او ترجيحي تجارت لوظنامې به د راروان كال تر جنورې مياشتې ترسره شي۔ په راتلونكو ورځو كښې به ټولو همكارانو سره بشپړه ملاقاتونه كوم۔ عبد الرزاق داؤد ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او سرمايه كارۍ كښې په زړه پورې موقعې موجود دي۔ ځائي كارورباري ورورولي بايد دې نه ګټه پورته كړي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں