اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولاتو سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ وئيلي دي چې د معيشت په اړه د هرې خوا نه مثبت خبرونه راځي، كه په راتلونكو ورځو كښې مونږ خپل ځان د كورونا د دوهمې چپې څخه محفوظ وساتلو نو زمونږ كاركردګي به نوره هم ښه شي، هڅه كوو چې د معاشي استحكام تسلسل په ځائ وساتلې شي، د تېر وخت قرضونو لپاره اوسنې حكومت ذمه وار نه شي ګرځول كېدے، د جولائي د وړومبې نېټې څخه د اكتوبر تر 30مه نېټه د قرضونو په شمېره كښې هېڅ اضافه نه ده شوې، په څلورو مياشتو كښې حكومت د يوې ټكې قرض هم نه دې ترلاسه كړے، دا ډېره لويه كاميابي ده او د مالياتي نظم و ضبط څرګند ثبوت دے، په ګرانې د قابو موندلو هڅې كوو، پاكستان او آئي اېم اېف ښې اړيكې لري، آئي اېم اېف سره زمونږ معاملې په ښه ډول روانې دي. ده دا خبرې د نهې په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز سره يو ځائ د حكومت د مجموعي اقتصادي كاكردګې په اړه د پرېس بريفنګ په مهال وكړې. ده ووئيل چې كله اوسنې حكومت اقتدار ته راغلو نو معيشت په بحراني كېفيت كښې و او د دې له امله مونږ آئي اېم اېف ته لاړو، د هغه وخت نه معيشت مستحكم كول زمونږ هدف و، د كورونا وائرس د وبا څخه وړاندے پاكستان د معاشي استحكام په پلو روان و. د ټېكس محصولات مخ په زياتېدو وو خو د وبا په مهال معيشت ته زيان ورسېدو. په دې حالاتو كښې حكومت كاروباري ټولنې ته مراعات وركړل او كمزور طبقو لپاره ئې تاريخي پېكج وركړو، د پاكستان اقدامات ټولې نړۍ وستائيل. حكومت د وګړو او د كاروبار تحفظ لپاره د 1240 اربه روپو تاريخي پېكج وركړو، د كاروباري ټولنې د برېښنا په بلونو كښې اسانيې وركړې شوې. ملازمتونه پېدا كولو لپاره ارزان قرض وركړے شو، قرضونه موخر كړے شول، حكومت د غنم اخستلو تاريخي پېكج وركړو، يو كروړ 50 لكه خلقو سره نغده مرسته وكړې شوه او ټولې نړۍ وكتل چې دا كار په سپېځلي ډول ترسره كړے شو. د دې اقداماتو په نتيجه كښې پاكستان د كورونا وائرس د وړومبې چپې نه په ښه ډول رابهر شو. د وزيراعظم سلاكار ووئيل چې په بهرني معاشي محاذ هم حكومت ښه كاركردګي ښودلې، د حسابات جاريه خساره په دوه كلونو كښې د 20 اربه ډالرو د كچې نه كمولو سره د درې رابه ډالرو كچې ته راوستل شوه. په دې وخت كښې پرائمري بېلنس 792 مليونه ډالر سرپلس دے. په كورنې خساره قابو موندلو لپاره اقدامات وكړے شول، حكومت په اخرجاتو كښې كمې وكړو. د اكتوبر تر 30مه نېټه زمونږ پرائمري بېلنس سرپلس پاتې شو او په دې سبب مونږ ته د قرض ترلاسه كولو ضرورت نشته. ده ووئيل چې اوسني حكومت د تېر وخت د قرضونو د سود په ادائيګې كښې پنځه زره اربه روپې ادا كړې دي، كه چرته دا وركول نه وو نو مونږ خپل اولس لپاره ډېر څه كولې شول. ده ووئيل چې د روان مالي كال په وړومبو څلور مياشتو كښې د لويو صنعتونو په پېداوار كښې پنځه فيصده اضافه شوې. ده ووئيل چې د روپې په قدر كښې استحكام راغلے او په قدر كښې ئې اضافه كېږي. ده ووئيل چې سټېټ بانك سره د زرمبادلې پانګې د 13 اربه ډالرو كچې ته رسېدلې دي، اېف بي آر په وړومبو څلورو مياشتو كښې د 1340 اربه روپو ټېكس راجمع كړے كوم چې د هدف نه زيات دے، دا شرح د تېر كال په مقابله كښې څلور پنځه فيصده اضافي ده. ده ووئيل چې د ريفنډ په مد كښې د مالي كال په وړومبو څلورو مياشتو كښې 128 اربه روپې ستنې كړې شوې دي كومې چې د تېر كال د دې مودې په مقابله كښې 100 فيصده زياتې دي. تېر كال په مجموعي توګه د 241 اربه روپو ريفنډز شوي وو. ده ووئيل چې حكومت د سټېټ بانك څخه كوم قرض نه دے ترلاسه كړے، د وزيراعظم د وژن له مخې اخراجات په ځانګړي توګه كم كړې شوي دي، دفاعي اخراجات منجمد كړې شوي دي، د صدر، وزيراعظم او د كابينه په اخراجاتو كښې كمې شوې. د دې اقداماتو بنيادي مقصد د پاكستان اولس ته ګټه رسول دي. ده ووئيل چې حكومت د روزګار موقعې زياتولو لپاره په جامع انداز كښې كار كوي، دې مقصد لپاره د تعميراتو يو ځانګړې پېكج وركړے شوے، حكومت د كامياب ځوان پروګرام له مخې 100 اربه روپې وركولو ته تيار دے. د سركاري څانګې كلن پرمختيائي پروګرام زيات كړے شوے، نوې پروژې پېل كړې شوې دي. د وزيراعظم سلاكار ووئيل چې نړيواله ټولنه د پاكستان په معيشت باور لري، په وړومبو څلورو مياشتو كښې د 733 مليونه ډالرو بهرنې سرمايه كاري هېواد ته راغلې كومه چې د تېر كال په مقابله كښې 10 فيصده زياته ده. ده ووئيل چې د حكومت د اقداماتو په نتيجه كښې معيشت په تندې سره مخ په وړاندې روان دے، د كمپنو په منافع كښې اضافه كېږي، د سل لويو كمپنو په منافع كښې 30 فيصده اضافه شوې. د بېنكنګ څانګې په منافع كښې 56 فيصده اضافه شوې، د پاكستان سټاك ماركيټ په اسيا كښې په تندې سره پرمختګ كوونكې ماركيټ دے، دا د دې خبرې علامت دے چې د نړۍ څخه خلق په پاكستان كښې سرمايه كارې ته راځي. ده ووئيل چې يوټېليټي سټورز كارپورېشن ته د 50 اربه روپو پېكج وركړے شوے، حكومت د احساس پروګرام بجټ د 100 اربه روپو نه زياتولو سره 193 اربه روپو ته