اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي قام كه د وړاندې غوندې د كرونا نه بچ كېدو لپاره په ضابطه كار عمل وكړو نو خلقو سره سره به خپل خپل كاروبار او معيشت بچ كولو كښې بريالي شوو، كه په اېس او پيز عملدرآمد ونه كړے شو نو صورتحال زيات اندېښمن كېدے شي، ګلګت بلتستان كښې د انتخاباتو نه پس د كورونا وباﺀ په تندۍ سره زياته شوې، د کورونا وباء په تناظر كښې مونږ خپله جلسه منسوخ كوٶ٬ ګرد هېواد كښې به په اولسي غونډو ازو لاريونونو بنديز وي، كارخانو ، دکانونو او په کاروباري مراکزونو كښې دې د كرونا نه بچ كېدو لپاره په اېس او پيز عملدرآمد باوري كړے شي، په سکولونو كښې د كرونا صورتحال نور جاج اخستو سره په راتلونكې اوونۍ كښې به پرېكړه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د كورونا پحقله د رابطه كمېټۍ د غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مال كړې۔ وزيراعظم ووئيل په غونډه كښې د كورونا د زياتو شوو كېسونو جاج واخستے شو ٬ ګرده نړۍ كښې د كرونا دوېمه چپه روانه ده او د كورونا د دوېمې چپې څخه د ګردې نړۍ پشمول امريكا، انګلېنډ او نورو هېوادونو كښې د كرونا كېسونه په بيړه په زياتېېږ۔ ده ووئيل د كورونا په مهال په پاكستان د الله خاص كرم ٶ، د پاکستان په نسبت هند او ايران كښې حالات زيات خراب دي، هند كښې د لاك ډاٶن په سبب معاشي صورتحال زيات خراب شوے۔ ده ووئيل په تېرو لسو ورځو كښې په پاكستان كښې د كورونا كېسونه څلور چنده زيات شوي، پاکستان كښې د كورونا څخه د مرګونو شمېرې په تندۍ سره زياتېږي، د مرګونو شمېره په يوه ورځ كښې د څلور ٬ پنځو نه 25 ته رسېدلې ۔ ده ووئيل كه مونږ احتياط ونه كړو نو په روغتونونو كښې به بيا ګڼھ زياته شي٬ كه د رنځورانو دا شمېره په ځائ پاتې شوه نو هېواد كښې به بيا د جون غوندې صورتحال راپېدا شي، كله چې روغتونونو او ډاكټرانو زيات فشار ٶ او په روغتونونو كښې د رنځورانو لپاره ځائ نه ٶ۔وزيراعظم عمران خان ووئېل په موجوده تناظر كښې دا صورتحال لا خرابېدې شي ځكه چې كورونا اوس زيات شدت او په بيړه خپرېږي، دا د احتياط وخت دے٬ كه په اېس او پيز مو عمل وكړو نو د كورونا د دوېمې چپې مقابله كولې شو۔ده ووئېل د کورونا نه بچ كېدو لپاره آسانه لار د ماسك اچول دي ، په سماجي فاصلو عمل وكړې او په هر صورت ماسك استعمال كړې۔ ده ووئيل د كورونا په وړومبۍ چپه كښې اولس په اېس او پيز عمل كړے ؤ او احتياط ئې كړے ؤ ،په جوماتونو كښې په روژه كښې په اېس او پيز عملدرامد شوے ؤ چې په سوب ئې زمونږ جوماتونه پرانستې وٶ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل په غونډه كښې پرېكړه شوې چې په ګرد هېواد كښې به په اولسي غونډو او لاريونونو بنديز وي٬ مونږ خپله جلسه هم منسوخ كوٶ۔ ده ووئيل د شادي هالونو په ځائ به په پرانستو ځايونو كښې دستورې كولې شي او په هره ډول دستوره كښې به د دريو سوه نه زيات كسان نه شاملېږي۔ ده ووئيل كارخانې٬ دكانونه او كاروبار نه بندوٶ٬ كارخانو٬ جوماتونو او په اولسي ځايونو كښې دې د ماسك اچول عام كړے شي او په اېس او پيز دې عمل وكړے شي۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان وزيراعلٰې په دې مهال ووئيل هلته د انتخاباتو نه پس د كورونا وائرس په تندۍ سره خپرېږي ۔ ده ووئيل د حالاتو له مخې به يوه اوونۍ پس د سكولونو په اړه پرېكړه كوٶ،په سكولونو كښې د يخنۍ رخصتۍ زياتې او د اوړي رخصتۍ كمېدې هم شي۔ ده ووئيل ټائيګر فورس به د موبائل فون د لارې د اېس او پيز خلاف ورزۍ په ګوته كولو پشمول په اېس او پيز عملدرامد باوري كولو له مرسته كوي۔ ده ووئيل قام له په ګډه په اېس او پيز عملدرامد باوري كول دي، د کورونا په اولني پړاٶ كښې هم مونږ په ګډه د كرونا په ضد كاميابۍ ترلاسه كړې وه او كه اوس هم مونږ په اېس او پيز عمل وكړٶ نو د اولس سره سره به مونږ خپل كاروبار او معيشت هم بچ كړے شوو