اسلام آباد 16نومبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سينټر شبلی فراز وئيلي دي د ګلګت بلتستان اولس او كانديدانو له په جمهوری عمل كښې په برخه اخستلو مبارکي وركوم، د اپوزیشن د اعلیٰ پائې قیادت د يوې مياشتې راهسې د اولس په اعصاب سور ؤ او د جی بی الیکشن ته به ئې ریفرنډم وئيلو ۔ د ګلګت بلتستان اولس د هغوي او د نواز شریف بیانیه مسترد کولو سره غورزولې ،ګلګت بلتستان كښې د بې پرې او سپيځلو ټاكنو بشپړه هڅې شوې ، د راروانو ټاكنو عمل هم سپيڅلے كولو له به ډير زر قانون سازی وكړو، د خاتم النبیین حضرت محمد مصطفی(ص) په ناموس بريد كوونكې زمونږ دښمنان دي، وزیراعظم عمران خان په دې مسئله د ملګرو ملتونو پشمول د اسلامي هېوادونو مشرانو ته خطونه ليږلي ، كوم هم سیاسی ګوند په دې مسئله احتجاج کوونكې د طاقت د لارې شړلے نشي، د هغوي سره به د خبرو اترو هڅه كولې شي، څنګه د اولس ستونزې لري كړو په دې به د كورنيو چارو وزير ډير زر اعلاميه جاري كړي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پی آئی ډی كښې پریس کنفرنس ته وكړه۔ د اطلاعات او خپرونو وزیر ووئيل جې بی كښې د اپوزیشن کانديدانو پخپله ووئيل ټاكنې سپيځلې شوي، پاکستان پیپلز پارټۍ به د وړاندې نه ټاكنو ته غلط وئيل خو بيا ئې اومنله دغسې مسلم لیګ (ن) دا نشي زغملې۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان اولس جمهوری عمل كښې د برخې اخستلو نه پس د ټاكنو عمل مشاهدې كړې او نتيجې ئې تسليم كړي ۔د جمهوری ذهن لرونكو هم دغه طرز عمل وي ٬ ده ووئېل كه ټاكنو كښې ټګي شوې وه نو پی ټی آئی به د 9 چوكو په ځائې 14 ترلاسه كړې وې ۔وفاقي وزير ووئيل ځينو كسانو كاميابي ترلاسه كړې او ځينې ناكامه شوي ٬ دغه دواړه د جمهوری عمل برخه دي او جمهوری عمل كښې په برخه اخستلو د ګلګت اولس له مباركي وركوم۔هغوي د نواز شریف او د هغه د ګوند بیانیه مسترد کړې ده ۔ ده ووئيل اپوزیشن د يوې مياشتې نه د وګړو په اعصاب سوو ؤ او ګلګت كښې ئې د ټاكنو كمپائن چلولو خو بيا هم اولس د هغوي بيانيه مسترد كړه او پاکستان تحریك انصاف ئې كامياب كړو۔ده ووئيل د دغې وجه د دواړه ګوندونو مشرانو په تير وخت كښې په ګلګت كښې د صحت، تعلیم ، انفراسټرکچر پرمختګ لپاره څه نه كول دي ۔ د اطلاعات وزیر ووئيل د ميډيا مننه كوم چا چې د تاكنو ټول عمل محفوظ کړے۔ ده ووئيل اپوزیشن عمر له چې كومو تاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړي نو هغې ته سپيځلې وائي او كومو كښې ناكامه شي نو ېيا د ټګېۍ شوې چغې وهي۔ 2018 كښې هم دغسي شوي ۔ ده ووئېل 2013 ټاكنو كښې چې هغوي كاميابي ترلاسه كړه نو هغې ته ئې سپيځلې ټاكنې وئيلي او كله چې مونږ احتجاج وكړو او د څلورو سيمو پرانستلو خبره مو وكړه او په اسمبلیو كښې مو هم احتجاج ریکارډ كړو نو د هغې سپيځلتيا په ډاګه شوه۔ ده ووئيل د دې برعکس هغوي د 2018 په ټاكنو اعتراض كړے او مولانا فضل الرحمن دې ته جعلي اسمبلی وئيلي خو پخپله د دې پارلیمنټ د لارې د صدر ټاكنو كښې ئې برخه اخستې او د هغه زوے په دې پارلمان كښې ناست دے ۔سینیټر شبلی فراز ووئيل نواز شریف او د هغه كورنۍ چې كومې اثاثې جوړې كړي د هغې به ځواب وركول وي۔اولس هم غواړي چې د هغه د دولت حساب واخستلے شي او هم دغه وجه ده چې هغوي پاکستان تحریك انصاف له مينډيټ وركړے۔۔ د اطلاعات وزیر ووئيل مونږ يواځې د قانون حكمرانۍ ته پام لرنه كوو۔مونږ د غريبو هېوادونو د حکمرانانو طرز عمل اختیار کړے او د هغوي په شان شاهانه ژوند نه تېروو