تربیت 13 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان په تربت كښې د 200 كټونو د ټيچنګ روغتون٬ د بېلا بېلو سترو لارو او د نورو پرمختيائي منصوبو د بنياد تيګه اېښودې ده ۔ د وزیراعظم میډیا آفس له مخې وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د تربت هوائي مېدان د پراختيا ٬ د 200 ګټونو د مكران ميډيكل ټیچنګ هسپتال تربت، د تربت پوهنتون د فېر II او د اېم۔8 د 146 کلومیټره هوشاب-آواران سېکشن د بنياد تيګه كېښوده۔ په دې موقع وزیراعظم ته د اېن۔30 د 106 کلومیټره ډبل بسمه-خضدار سړك په پېشرفت او سوئيلي بلوچستان لپاره د پرمختيائي پېكج په اړه بريفنګز وركړے شول۔