لوك مېله اسلام اباد كښې د پښتو ميوزك نائټ سبا نمانځلے شي ٬

image

اسلام اباد ۔ 13 نومبر ۔ (اے پي پي ) د لوك ورثه د سېوري لاندې په روانه لوك مېله كښې به د پښتو ميوزك نائټ سبا د خالي په شپه نمانځلے شي ٬ په دې مهال به د پښتو نامتو اولسي فنكاران د خپل فن څرګندونه كوي٬د اے پي پي تر مخه په دې كلنه مېله كښې د هېواد د څلورو واړو صوبو پشمول د ګلګت بلتستان او ازاد جمو و كشمير كلتور رامخې ته كولو لپاره بېل پوېلېين جوړ كړے شوي چې پكښې د لاسو جوړو څېزونو د نندارتون سره د خرڅ لپاره هم اسټالز لګولې شوي ۔ د خېبر پښتونخوا په پوېلېين كښې د كباب كړهي سره سجي ٬ قهوه او د نورو خواركونو انتظام شوے ٬ دغسې د لرګې ٬ خاورې ٬ كاڼي ٬ پيتلو ٬ خامتا او د مېزري جوړ څېزونه په زيات مقدار دغلته خرڅېدو لپاره اېښودے شوي چې د هېواد د بېلو سيمو خلق ئې اخلي او خوښوي۔ لوك مېله كښې غېر ملكيان هم د پاكستان د پراخه او ښكلي كلتور مشاهدې او څارنې لپاره په ګن شمېر په مېله كښې تر نظره كېږي٬ ياد دې وي دا مېله هر كال په شكر پړيا لوك ورثه كښې كېږي جې تر لسو ورځو دوام لري ٬ سږ كال به دا مېله تر 16 نومبر روانه وي

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں