اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د هند سينئر سفارتکار خارجه دفتر ته رابللے شوے او په اېل او سي ركه چكري او خانجر سېكټر كښې د جنګ بندۍ په خلاف ورزو او ډزو ورته سخت احتجاج رېكارډ كړے شوے٬ د هند ډزو په نتيجه كښې په 55 كلن بې ګناه وګړے شهيد او درې نور سخت ژوبل شوي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ته راوبللے شو او ھغه له احتجاجي مراسله وركړې شوه چې پكښې وئېلې شوي د هند قابض ځواكونه د اېل او سي او وركنګ باٶنډري پرله پسې خلاف ورزۍ كوي او د ارټلري او د آټومېټك وسلې د لارې سول آبادي په نښه كوي۔ د هند سفير ته ووئيل شول سول آبادي قصداً په نښه كول د افسوس وړ او د بشري وقار٬ حقونو او د نړيوالو بشري قوانينو خلاف ورزي ده٬ د هند لخوا د جنګ بندۍ د دې خلاف ورزو په نتيجه كښې سيمه ايز امن او سلامتيا سنګينو خطرو سره مخ كېدې شي چې نتيجه ئې د ستراتېژك غلطۍ په توګه رامخې ته كېدې شي۔ هند سږ كال 2729 ځل د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ كړي چې پكښې 21 بې ګناه وګړي شهيدان او 206 ژوبل شوي۔ د هند سفير خبر كړے شو چې په اېل او سي په اړي ګړي كښې اضافې سره هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو څخه د نړۍ پام نشي اخوا كولے٬ په هند زور رواړلے شو چې ھغوي د 2003 د جنګ بندۍ پابندي وكړي او د جنګ بندۍ د خلاف ورزو د پېښو پلټنې وكړي٬ د هند پوځ ته دې د جنګ بندۍ د احترام امر وكړے شي او په وركنګ باونډري او اېل او سي دې د ھغې د روح له مخې امن وساتلے شي ٬ دغسې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې دې هند د ملګرو ملتونو پوځي مبصرينو ته د خپل كردار تر سره كولو اجازه وركړي(GUL/ZIA/1510)