اسلام آباد 07 نومبر (اے پی پی) د لوك ورثه د قومي ادارې ترسيوري لاندې 10 ورځنې لوك مېله د اسلام آباد په شكرپړيا كښې روانه ده. په دې مېله كښې د پاكستان د سپېځلي كتلور بېلا بېل رنګونه په پوره ډول وړاندے كړې شوي چې پكښې روايتي فنون، دستكاري، موسيقي او د ټولو صوبو او سيمو خوراكونه شامل دي. هرې يوې صوبې د خپل وطن د لوك ورثه تصوير كشۍ لپاره خپل جلا جلا ښكلي تيار كړې شوي كلتوري پوېلين تشكيل كړي دي. ميله يو مني پاكستان په نظر راځي چې پكښې رښتينې كلتوري شناخت دے. د لوك ميلې يو مهم مقصد د روايتي دستكارې د فن څرګندونه ده چرته چې تخليقي كاريګر د خپل فن په څرګندونه كښې بوخت دي. دا ميله غريب او غېر مراعات لرونكو كسانو ته د خپل فن او د فنون څخه د معاشي استفاده كولو موقع وركوي كوم چې د يو كال په موده كښې تيار كړې شوي خپل مصنوعات نېغ په نېغه اولس ته وړاندې كولې شي. د اوسني حكومت د وژن په مناسبت د دې ميلې دا بنيادي مقصد دے. په لوك ميله كښې ډېره ګڼه ګوڼه جوړه شوې. دا مېله به د نومبر تر 15مه نېټه روانه وي. د ميلې د انټري ټېكس بېعه 100 روپې د يو كس ده. ماشومانو لپاره ټكټ 50 روپې دے. په ميله كښې د كووېډ 19 اېس او پيز باوري كولې شي. د ماسك نه بغېر د داخلې اجازه نشته. سماجي فاصله هم لازمي ده. په ميله كښې هنرمندان د خپل هنر څرګندونه هم كوي.