سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د لاهور كور لاجسټك تنصيباتو دوره وكړه

image

پېنډې 07 نومبر (اے پی پی) د بري پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې د موثره لاجسټك سپورټ وركړه په مجموعي وظيفه اي او عسكري تيارو كښې د اهميت وړ وي، د موثر لاجسټك شتون زمونږ د دښمن د كومې هم مهم جوئې په صورت كښې په مثبته كارروائې كښې مرسته كوونكې وي. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر﴾ لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه د بري پوځ مشر د لاهور كور د لاجسټك تنصيباتو د دورې كولو په مهال وكړه. جنرل قمر جاوېد باجوه د خالي په ورځ د لاهور كور د لاجسټك تنصيباتو دوره وكړه. جنرل قمر جاوېد باجوه ووئيل چې د موثر لاجسټك شتون به زمونږ د دښمن د كومې هم مهم جوئې په صورت كښې په مثبته كارروائې او د مجموعي وظيفه اي او عسكري تيارو په بهترې كښې مرسته كوونكې وي. چيف آف لاجسټك سټاف لېفټېننټ جنرل اظهر صالح عباسي په دې موقع د سرلښكر هركلې وكړو. په دې موقع كوارټر ماسټر جنرل لېفټېننټ جنرل عامر عباسي او د فور كور كمانډر لېفټېننټ جنرل ماجد احسان هم موجود وو.

مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں