د سعودي عرب سره د پاكستان پخوانۍ اړيكې زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب شوریٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله محمد ابراهيم الشيخ او د هغه پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 17دسمبر (اے پي پي )وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د سعودي عرب سره د پاكستان پخوانۍ اړېكې زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده٬مونږ سعودي عرب سره خپلو اقتصادي او مالياتي اړيكو زياتولو له عزم لرو۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سعودي عرب شوریٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله محمد ابراهيم الشيخ او د هغوي پلاوي ملاقات كړے۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا د خادمين حرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او د سعودي ولي عهد او د وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف ووئېل ماته سږ كال څو وارې د سعودي عرب دورې موقع ترلاسه شوې كومې چې د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د اړيكو عكاسي كوي٬زه سعودي عرب ته د “فيفا ورلډ كپ 2034” په كوربتوب حق ګټلو مباركي وركوم٬زه باور لرم چې سعودي عرب به دا ايونټ په ښه توګه تر سره كړي۔ده ووئيل د سعودي عرب سره د پاكستان پخوانۍ اړيكې زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده٬ د پاكستان حكومت او اولس په هر سخت وخت كښې د سعودي عرب لخوا وركونكې مرسته د زړه نه ستائيې۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا قوي كولو لپاره پارليماني تبادله مهمه ده٬مونږ سعودي عرب سره خپلو اقتصادي او مالياتي اړيكو زياتولو له عزم لرو۔وزيراعظم ووئيل د سعودي عرب او پاكستان ترمينځه د 2.8 ملين ډالر په لوظ نامو لاس ليك شوے چې پكښې په ځينو چارو كار پیل شوے٬زه باور لرم چې ډېر زر به د دې لوظ نامو ميوې دواړو هېوادونه ته ترلاسه كېدل پېل شي۔ ده ووئېل په سعودي عرب كښې نزدې 2.5 ملين كسانو پشمول پاكستانۍ كميونټي د دواړو هېوادونو ترمينځه د يو قوي پل كردار ادا كوي۔ د عرب-اسلامي هېوادونو غونډې په كوربتوب د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ستائنه كوم چا چې د غزه٬لبنان او په منطقه كښې د امن لپاره د اسلامي نړۍ غوښتنې ته تقويت وركړے۔ده ووئيل پاكستان به د غزه او لبنان اولس مصائب او د بشري حقونو خلاف ورزو په ضد ټولو هلو ځلو لپاره خپل بشپړ ملاتړ روان ساتي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں