د وفاقي وزير علي امېن خان ګنډاپور په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان عبوري صوبې جوړولو په اړه غونډه

image

اسلام آباد 08 اپريل (اے پي پي) ګلګت بلتستان عبوري صوبه جوړولو په اړه د وزيراعظم عمران خان د اړخه د جوړي كړې کمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ وشوه- د غونډي مشري وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور كوله ۔ په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم،د ګلګت بلتستان وزير اعليٰ خالد خورشيد، د كشمير چارو وفاقي سيکرټري نه علاوه د خارجه وزارت ، د دفاع وزارت او نورو اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل عبوري صوبې جوړولو په اړه د ګلګت بلتستان اسمبلۍ متفقه قرارداد د ګلګت بلتستان د اولسي هيلو عكاسي ده او زموږ حكومت به خپل لوظ پوره كوي۔په غونډه كښې ګلګت بلتستان له د عبوري صوبې حيثيت وركولو په اړه په ماډلز په تفصيل سره غور وشو او په دې صلاح راغله چې ګلګت بلتستان عبوري صوبې جوړولو په اړه قامي مفادات، اولسي هيلي او سياسي اتفاق رائے به باوري كولې شي

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil