اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي﴾ د دفاعي پېداوار وفاقي وزيرې زبې??ه جلال د تبليغي جماعت امير حاجي عبدالوهاب په مړينه خواشيني ښودلو سره وئيلي دي د تبليغي جماعت امير حاجي عبدالوهاب مړينې سره پاكستان د يو عظيم مدبر٬ شفيق لارښود٬ بزرګ شخصيت او معلم څخه محرومه شوے۔ د ګل په ورځ د غمرازې په خپل بيان كښې وفاقي وزيرې زبې??ه جلال ووئيل د حاجي عبدالوهاب ديني خدمات به تل ياد ساتلې شي۔ ارواښاد ټول عمر د دعوت او تبليغ كار په حكمت او بصيرت سره مخ په وړاندې بوتللې او د هغه د انسانيت په بنياد مشن د بې شمېره خلقو په ژون?? كښې د بدلون سبب ګرځېدلې۔ زبې??ه جلال د ارواښاد كورنۍ سره غمرازي وكړه او دعا ئې وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځا?? او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي