اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وز??ر چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې په جديد فلسفيانو كښې د علامه محمد اقبال نوم ځانګړې او جدا حيثيت لري٬ د علامه اقبال د پېغام رڼا وخت سره سره لا زي??تېږي٬ ده د لوېديځو فلسفيانو د نظرياتو په جديد عملي انداز كښې موثر ځواب وركولو سره اسلامي نظريات بيا ژوندي كړي۔ د جمعې په ورځ د اقبال ورځې په موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وز??ر چوهدري فواد حسېن په خپل پېغام كښې ووئيل چې د مفكر پاكستان د خوب تعبير د پاكستان تح??يك انصاف اېجنډا او منشور دے۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان پاكستان د قائداعظم او علامه اقبال د سوچ له مخې جوړولو عزم لري۔ ده ووئيل چې ځوانانو ته په خاص توګه د علام اقبال د كلام لوست??و ضرورت دے۔ اقبال ځوانانو ته د خودي پېغام وركړے او دوي ته ئې د شاهين ژوند خپلولو سره د پرله پسې هڅو درس وركړے۔ ده ووئيل چې ځوانان ف??ر اقبال خپلولو سره د پاكستان او د اسلامي امت رښتينې خدمت كولې شي