اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د لږ آمدنی لرونكو طبقو او غریب اولس لپاره د 50 لکھ كورونو ور??ولو د نوې پاکستان هاؤسنګ پروګرام اعلان كولو سره وئيلي دې اقدام سره به غریبانو ته خپل د سر سېورې ترلاسه شي، ځوانانو ته به روزګار ور??ړې شي، اقتصا??ی هلو ځلو سره به شرح نمو زياته شي، ون ونډو آپرېشن لپاره به 90 ورځو كښې نوې پاکستان هاؤسنګ اتھارټی جو??ول?? شي، په ابتدائی توګه به 7 ضلعو كښې پائلټ پراجیکټ (نن) د زيارت پھ ورځ پيل شي، 60 ورځو كښې به د رجسټرېشن عمل بشپړ شي، لږ آمدن لرونكو وفاقی ملازمانو له به (نن) د زيارت ورځې څخه فیډرل ګورنمنټ ایمپلائز هاؤسنګ سکیم پيل شي، کچه آبادیو كښې مېشته كسانو له به مالکانه حقونه ور??ولې شي، فنانسنګ په اړه خنډان لرې كولو له به 60 ورځو كښې نېشنل فنانشل ریګولیټری اداره هم جو??ول?? شي، كورونو لپاره زمكه به حکومت ور??وي دغسې پاتې كار به شخصي څانګه ترسره كوي۔ ده د شورو په ورځ وزیراعظم خیپل دفتر كښې د نوې پاکستان هاؤسنګ منصوبې پرانستې دستورې ته خطاب کولو۔ په دې مهالد هاؤسنګ وفاقی وزیر طارق بشیر چیمه ، د پنجاب هاؤسنګ وزير محمود الرشید، د وفاقی کابینې غړي ، پارلماني غړي او اعلیٰ چارواكو ګډون كولو۔ وزیراعظم وو??يل د هاؤسنګ څانګه د پاکستان تحریك انصاف په منشور كښې بنیادی اهمیت لري ، هاؤسنګ يوه داسې انډسټری ده چرته څخه چې ټول هېواد چلېږي او 40 صنعتونه نيغ په نيغه هاؤسنګ سره تړلې شوې ۔ ده وو??يل دې لوې پروژې سره به بې روزګار ځوانانو له روزګار تر لاسه شي،د صنعت پل په روان شي، اقتصا??ی هلې ځلې به زياتې شي او اقتصادی شرح نمو به زياته شي۔ عمران خان وو??يل كه هاؤسنګ سکیم وړومبنو حکومتونو پيل كړې ؤ نو نن به صورتحال بل ؤ خو داسې نه ده شوې۔ ده وو??يل پاکستان كښې كور يواځې هغه كسان جو??ول?? شي څوك چې نغدي روپۍ لري دغسې كه غریبان پور اخلي نو دا ډير ګران كار دے۔ وزيراعظم وو??يل امریکا كښې 75 نه تر 80 فیصده وګړي په پور اخستلو كور جوړوي، ملائیشیا كښې دا شرح 33 فیصده ، هند كښې 11 فیصده، بنګله دېش كښې 3 فیصده او پاکستان كښې دا شرح يوازې 0.25 فیصده ده۔ وزیراعظم عمران خان وو??يل زمونږ هدف په 5 كلونو كښې غریب اولس ، لږ آمدن لرونكو تنخا دارې طبقې له د 50 لکھ كورونو جوړول دي۔ ده وو??يل په دې لړ كښې مونږ هڅې كوٶ چې د بې روزګارۍ مسئله هم هواره شي٬ دا منصوبه بې روزګاره ځوانانو ته د روزګار ور??ړې لپاره ښه تګلار ده ٬ دې سره به نېغ په نېغه 40 صنعتونه چلېږي۔ ده وو??يل دې سره سره مونږ غواړو چې ځوانان خپله تعميراتي كمپنۍ جوړه كړي او په صنعت كښې شامل شي۔ ده وو??يل تعميراتي صنعت كښې د هنرمندۍ ودې لپاره به ټېچنګ انسټي ټيوټ جوړٶو او خلق به تربيه كوٶ۔ ده وو??يل بهر هېواد څخه كمپنو په دې لړ كښې د 20