واشنګټن 03 اكتوبر (اے پي پي) ??اك??تان او امريكې دو?? اړخيزه او سمه ايز شريك مقاصد ترلاسه كولو لپاره روابطو ته په دوام وركولو اتفاق كړے٬ دا اتفاق د خارجه وز??ر شاه محمود قريشي او د امريكې خارجه وز??ر مائيك پومپيو ترمېځه په خارجه محكمه كښې په ملاقات كښې شوے۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په دو?? اړخيزه او سيمه ايزو چارو خبرې شوې دي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا په ج??ري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې خارجه وز??ر كوم چې د امريكې خارجه وز??ر په بلنه د واشنګټن په سرك??ري دوره دے٬ وئيلي دي چې د ??اك??تان او امريكې ترمېنځه نزدې رابطه تل ګټوره او په سوئيلي اسيا كښې د استحكام عنصر پاتې شوے۔ ده ووئيل چې وړاندې تګ لپاره د پراخا بنياد او ډهانچه جاتي فرېم ورك مذاكرات به د دواړو هېوادونو لپاره ګټور ثابت شي۔ شاه محمود قريشي د حكومت پرمختيائي او د اولس د پام وړ اېجنډا په ډاګه كړه۔ خارجه وز??ر ووئيل چې ??اك??تان ا و امريكا په افغانستان او منطقه كښې د امن او استحكام شريك خواهش لري۔ ده په افغانستان كښې سي??سي حل لپاره د ??اك??تان د ملاتړ عزم هم څرګند كړو او وې وئيل چې د طاقت استعمال د نتيجو په ترلاسه كولو كښې پاتې راغلې۔ خارجه وز??ر ووئيل چې په سوئيلي اسيا كښې امن كوم چې د امريكې او ??اك??تان شريك مقصد دے٬ د جمهو او كشمير شخړې پشمول د ټولو شخړو د حل نه بغېر ممكن نه دے۔ د خارجه وز??ر هركلې كولو سره د امريكې خارجه وز??ر مائيكل پومپپو ووئيل چې امريكا د ??اك??تان نوي حكومت سره په اصلاحاتي اېجنډا عمل كولو لپاره په ګډه كار كول غواړي۔ ده په افغانستان كښې سي??سي تفاهم لپاره د ??اك??تان د ملاتړ او په ګاونډ كښې امن لپاره د هغه هڅې وستائيلې۔