لاهور ۔ 29جولائی (اے پی پی) د پنجاب د اطلاعاتو لنډ مهاله وزير احمد وقاص وئيلي دي محمد نواز شريف څوك چې اډياله جېل كښې بنديوان دے د طبي وجوهاتو په بنياد پمز روغتون ته منتقل كولې شي۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل پنجاب ح??وم?? د پمز روغتو?? د ??ړه رنځونو ډاكټر نديم ملك او ډاكټر ذوالفقار غوري په تجويز د نواز شريف پمز روغتون ته د منتقل كو??و پرېكړه كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نواز شريف په خواست دده ذاتي معالج ډاكټر عدنان كياني ته هم روغتون كښې دده د معائنې اجازه وركړې شوې ولې چې نواز شريف ته سينه كښې درد شكايت وو۔ د اطلاعاتو وزير ووئيل د زندان چارواكو ته د نواز شريف پمز ته د منتقل كو??و په اړه هدايات جاري كړې شوي دي۔