اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئېلي دي طالبان خبرو اترو ته كېښنول يوازې د پاكستان ذمه واري نه ده٬ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورورلۍ له د فلسطين او كشمير پخوانۍ شخړې هوارول غواړي ٬هند سارك سمټ كولو كښې خنډان راولاړوي٬د پاكستان او روس شريك پوځي مشقونه به سږ كال اكتوبر كښې كېږي۔د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريال??نو د بېلو پوښتنو ځو??ب وركولو سره د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان په افغانستان كښې امن استحكام له لوظي دے٬په افغانستان كښې امن له د افغانستان اولس مشر اشرف غني اقدامات كړي او پاكستان به افغانستان كښې امن له د ټولو اقدا??ات?? ملاتړ كوي خو طالبان خبرو اترو ته كېښنول يوازې د پاكستان ذمه واري نه ده٬ټولو سټېك هولډرز له په ګډه به افغانستان كښې امن له شريك اقدامات كول وي۔د يوې پوښتنې پھ ځو??ب كښې ده ووئيل اېلس ويلز د پاكستان دوره ګټوره وه۔د دورې په مهال اعلٰی چارواكو سره ملاقاتونو كښې دوه اړخيزه اړيكو پشمول په سيمه ايزو نړيوالو چارو بحث شوې دغسې پاكستان په دې موقع په افغانستان كښې د ترهه ګرو د پټو ژالو معامله هم پورته كړې۔د كشمير په حقله د يوې پوښتنې په ځو??ب ده ووئيل ملګري ملتونه دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د اتحاد په اړه د هيومن رائټس كونسل راپور په رڼا كښې د پلټنو كمېشن په جوړولو سمدستي توګه عملدرآمد باوري كړي۔وياند ووئيل د پاكستان حكومت د 471 هندي بنديو??نو فهرست پھ اسلام آباد كښې د هند هائي كمېشن ته سپارلې چې پكښې 53 عام وګړي او 418 كبان نيونكي شامل دي دغسې د هند حكومت هم د هند په زندانونو كښې د پاكست??نو بنديو??نو فهرست په نوي ډيلي كښې د پاكستان هائي كمېشن ته سپارلې۔د پاكستان او روس اړيكو په حقله د يوې پوښتنې په ځو??ب ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې ښه كېږي او د پاكستان او روس شريك پوځي مشق به روان كال اكتوبر كښې وشي۔)