اسلام آباد 04 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاكستان بېلاروس سره د ص??عت ٬ تجارت او كركيلې په څانګو كښې اړيكو ته وده وركولو كښې خوښي لري٬ په دې لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې پراخه امكانات موجود دي۔ اولس مشر دا خبرې د ګل په ورځ بېلاروس لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير لينا سليم معظم سره كړې۔ په دې موقع نو?? لوړ پوري چارواكي هم م??جود وو۔ اولس مشر ووئيل پاكستان بېلاروس سره اړيكو ته غېر معمولي اهميت وركوي ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ملګرتيا ژورې اړيكې موجود دي او د دواړو هېوادونو د ص??عت ٬ تجارت او كركيلې پشمول په ډېرو څانګو كښې دوه ا??خي??ه مرسته كښې اضافه كېدې شي۔ اولس مشر نومولي شوي سفير ته امر وكړو چې د دوه ا??خي??ه خوښې ټولو څانګو كښې مرسته زياتولو ته پاملرنه وكړي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د بېلاروس صد?? لوكاشينكو د پاكستان بهترين ملګرې دے او د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرسته كښې اضافه غواړي۔ ده ووئيل پاكستان هم بېلاروس سره په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته زياتول غواړي۔