اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي)د پخواني وزيراعظم مح??د نواز شريف د هغه لور مريم نواز او قامي اسمبلۍ غړي كېپټن(ر)محمد صفدر په ضد دائر شوې نېب ريفرنس سماعت تر(نن)جمعې ورځې ځنډولې شوې۔د ??ماعت په مهال د پخواني وزيراعظم وكيل خواجه حارث د جے آئي ټي مشر واجده ضياﺀ په بيان په اوومه ورځ هم جرح وكړو۔د ??يارت په ورځ د احتساب عدالت جج محمد بشير سماعت وكړو۔د ??ماعت په موقع وكيل خواجه حارث د مح??د نواز شريف او د هغه لور مريم نواز په عدالت كښې د حاضرۍ څخه د يوې ورځې استثنٰی درخواست دائر كړو كوم چې عدالت منظور كړو۔او كېپټن(ر)محمد صفدر عدالت ته وړاندې شو۔د ??ماعت په مهال خواجه حارث پوښتنه وكړه چې د ملازمت په كنټرېكټ 10 زره درهمه تنخوا كټ كېدو سره ليكلې شوې تاسو ته معلومه ده چا ليكلې دي ۔ واجد ضياﺀ ووئيل دا چا ليكلې دا ما ته پته نه نشته خو اصل تنخا 1 لك درهمه ليكلې شوې وه كومه چې كټ كېدو سره لس زره درهمه ليكلې شوې۔واجد ضياﺀ ووئيل د نواز شريف د ملازمت كنټرېكټ زما وړاندې جوړ شوې نه دے خو مهم دستاويزات تصديق شوي دي او دبئي ته تللو د جے آئي ټي غړو په دستاويز د مهر لګولو بيان رېكارډ نشته۔خواجه حارث پوښتنه وكړه چې چا تاسو په رپورټ كښې ليكلې دي چې د جے آئي ټي 2 غړو كېپيټل اېف زيډ اي دستاويز اخستلو له تللي دي چې واجد ضياﺀ ووئيل ډې اوګورم نو او به وائيم۔ دغسې عدالت د ايوان فيلډ ريفرنس سماعت تر(نن)جمعې ورځې وځنډولو۔خواجه حارث به(نن)هم د واجد ضياﺀ په بيان جرح جاري ساتي