اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ??ار سره د آسيائي پرمختيائي ب??نك اېګزېكټو ډائرېكټر سميد سعيد د نهې په ورځ په وزارت كښې ليدلې دي ۔ د ملاقات په مهال پاکستان كښې د آسيائي پرمختيائي ب??نك د بېلا بېلو منصوبو او د پروګرامونو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خزانې وزير ووئيل د پاكستان درجه بندۍ ښه كېدو او تېرو څلور كلونو كښې د حكومت لخ??ا د شوو اقتصادي اصلاحاتو په نتيجه كښې آسيائي پرمختياېي ب??نك پاكستان كښې د شخصي څانګې هلو ځل?? لپاره حد د 70 كروړه ډالرو نه يو ارب 70 كروړه ډالره كړې شوې چې له مخې به ئې شخصي څانګې ته اضافي وسائل ترلاسه شي۔ د آسيائي پرمختيائي ب??نك اېګزېكټو ډائرېكټر سميد سعيد ووئيل دا وخت د قرضونو وېش لوړې كچې ته رسېدلې ۔ د خزانې وزير پاكستان كښې پرمختيائي پروګرامون?? لپاره د ب??نك د پرله پسې مرستې ستائنه وكړه۔ ده د چين په ارومچي ښار كښې د ب??نك صدر تاكا هيكي نكاٶ سره د خپل اوسني ملاقات ذكر كولو سره سميع سعيد ته ووئيل د ھغې ملاقات د خبرو اترو په رڼا كښې دې معاملات نور مخ په وړاندې بوتللې شي او اقدامات دې وشي