اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او امریكا په هره كچه دوه اړخيزه رابطو او د شريكې خوښې په ټولو چارو خبرې اترې روانو ساتلو ته سلا شوي ۔ دا اتفاق د زيارت په ورځ د دواړو هېوادونو ترمېنځ?? د ??لاويو په كچ د خبرو په مهال رامخې ته شوې۔ د امريكائي پلاوي مشري د ټرمپ ن??ئب مرستيال او سوئيلي آسيا لپار?? د ??امي سلامتيا كونسل سينئر ډائرېكټرې ليزا كرټس او د پاكستان د پلاوي مشر خارجه سېكتر تهمینه جنجوعه كوله۔ د امريكې په پلاوي كښې لنډ مهاله ن??ئب خارجه سېكتر الیس وېلز، د دفاع لنډ مهاله سېكتر ډېوډ هېلوے او د خارجه او دفاع نورو چارواكو پشمول پاكستان كښې د امريكې د سفارت چارواكې او دغسې د پاكستان په پلاوي كښې د خارجه وزارت او اړوندو څانګو سينئر چارواكي شامل وو۔ د امريكې پلاوي افغانستان او منطقه كښې د امن او استحكام د شريكو مقاصدو ترلاسه كولو لپاره د دوه اړخيزه اريكو په بحالۍ ټينګار كولو سره ووئيل امريكا پاكستان سر?? د ??رستې اوږد رېكارډ لرې۔ خارجه سېكترې تهم??نه جنجوعه د افغان شخړې سوله ايز هواري له سيمه ايز او دوه اړخيزه مېكنزم كښې د پاكستان فعاله ګدون لپاره د عزم پخلې وكړو۔خارجه سېكتر د امريكې پلاوي د پاكستان د خاورې څخه د ترهه ګرۍ خاتمې ل?? د ??اكستان د هلو ځلو او د پولې پورې غاړې څخه پرله پسې د بريدونو په اړ?? د ??اكستان د تحفظاتو نه خبر كړو۔ د امريكې پلاوي ته په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا په بې ګناه كشميريانو د تشدد٬ ظلمونو او د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو په اړه هم وئېل شول ۔ په دې موقع خارجه وزير خواجه آصف سره د امريكې پلاوي د خېرسګالۍ ملاقات هم وكړو