اسلام آب??د 12 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار خان آفريدي وئېلي دي وزيراعظم عمران خان به پوليس لپاره ډېر زر خاص پیكج اعلان كړي٬د پوليس مراعات٬آسانې او عزت به زياتولې شي٬د كے پي كے په طرز اصلاحات به د اسلام آب??د پوليس كښې هم كولې شي٬په پوليس ايكټ كار پېل كړی شوې٬اسلام آب??د پوليس به مثالي جوړولې شي٬د شهيدانو خپلوانو ته سلام كوو۔د ګل په و??ځ د پوليس شهيدانو خپلوانو ته د چېكونو وركولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل شهيدانو ته چې څومره د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړی شي كمه دي۔لوے څښتن دې د شهيدانو درجې لوړې كړي۔ده ووئيل د شهيدانو د وارثانو او د دوي د كورنيو د تكليف احساس لرو٬د پاكستاني ميئندو جذبه د قدر وړ ده٬په بلوچستان كښې د يوې مور يو زوې شهيد شو نو هغې دوهم زوې فورس ته ولېږلو چې كله هغه شهيد شو نو درېم يې ولېږلو او وې وئېل چې كه زما لس زامن هم وو نو وطن لپاره به حاضر وو٬ داخله دوهم وزير ووئېل د ټول قام لخوا داسې مئيندو خوئېندو ته سلام كوو۔د كورنيو چارو وزير د خپل ورور د شهادت ذكر كولو سره ووئيل هغه د شهيدانو د كورنيو غم محسوسولې شي۔ده ووئيل د اسلام آب??د پوليس ځوانانو٬شهيدانو او د دوي كورنيو ته به عزت وركوو او د پوليس ټول ضروريات به پوره كولې شي۔له بده مرغه په پوليسو خو تورونه ډېر لګولې شي خو دوي ته هغه آسانې مراعات او عزت نه و??كو??ې كېږي د كوم چې دوي مستحق دي۔ده سپارښتنه وكړه چې بايد د پوليس ځوانان تر افسرانو 24 ساعته رس??ه ولري۔ده ووئيل د شهيدانو وارثان چې كله هم وغواړي ما سره ليدل كولې شي۔په دې موقع د پوليسو آئي جي ??امر ذوالفقار خان پھ خپله وېنا كښې ووئيل د اسلام آب??د پوليس 41 ځوانانو قربانۍ وركړی ۔د شهيدانو نه بغېر د پاكستان تاريخ نامكمل دے۔په دستوره كښې د كورنيو چارو دوهم وزير د شهيدانو وراثانو ته چېكونه و??كړل ٬دغسې په دې مهال د شهيدانو په كورنيو د تېرېدونكو حالاتو په اړه دستاويزي فلم وښودلې شو۔پھ دې د كورنيو چارو وزير په سترګو كښې هم اوښكې راغلې