اسلام آباد 11 نومبر(اے پي پي) د ??وم?? اسمبلې سپيكر اسد قېصد په ژمي كښې په پېښور او خوا او شا سيمو كښې ?? ګاز په كم پرېشر قابو موندلو لپاره په بېړنې توګه د اقداماتو كولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي چې اولس ته بنيادي اسانيې وركول او د دوي ستونزې حل د اوسني حكومت وړومبې ترجيح ده۔ د ??وم?? اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ??وم?? اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د ګاز په مسئله يوه بېړنې غونډه رابللې وه چې پكښې ?? پېښور او خوا او شا سيمو د ??وم?? اسمبلۍ غړو علی محمد خان،مجاهد خان،نور عالم خان،ارباب شېر علی،ارباب عامر ایوب، ملک انور تا?? او د عثمان خان ترکي پشمول د سوئي ګېس اعلٰي چاراكو٬ چې پكښې ?? سوئي ناردرن اېم ډي امجد لطيف٬ د اېس اېن جي پي اېل پېښور جنرل منېجر ثاقب ارباب او د كمپنې نورو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د ??وم?? اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د سوئي ګېس اعلٰي چارواكو ته په سمدستي توګه د مسئلې حل كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل چې د ستونزې له امله خلق سختو كشالو سره مخ كېږي۔ سپيكر ته ووئيل چې شول چې په پېښور كښې ?? سوئي ګېس د كم پرېشر مسئلې حل كولو لپاره د يو ارب روپې په لګښت سره لويه پروژه پېل كړې شوې او دا پروژه به سږ كال د دسمبر په مياشت كښې ??رسره شي۔ چارواكو باور وركړو چې دا مسئله به ډېره زر حل كړ?? شي۔