اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د ګستاخانه خاكو معامله به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې پورته كوٶ٬ د داسې ډول حركتونو په ضد به اجتماعي غږ پورته كولو لپاره او آئي سي سره په ګډه لائحه عمل لپاره هڅې كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې په سېنېټ غونډه كښې كړې۔ عمران خان ووئيل د ګستاخانه خاكو معامله به ستمبر كښې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې پورته كوٶ ٬ زه د لوېديزو په ذهن پوهېږم ٬ هلته ټولنه د اظهار د آزادۍ قائله ده او هغوي په دې خبره نه پوهېږي چې م??نږ د حضور نبي كريم ۖ سره څومره مينه لرٶ٬ ده ووئېل زم??نږ جذبات څه دي په دې هغوي نه پوهېږي ٬ هلته دا ډول حركت د سلم??ن رشدي د شیطاني آیاتونو نه پس څومره ځله ر??مخې ته شوې٬ ده ووئېل لويديزو هېوادونو ته مسلمانانو څخه د كركې كولو موقع په لاس ورغلې چې ھغوي مسلمانانو ته د اظهار د آزادۍ په نامه پېغور وركړي ٬ ده ووئېل م??نږ به او آئي سي په دې معامله يو موټے كوو ٬ ده ووئېل بيا بيا دا ډول پېښې رامخې ته كېدل د مسلمانانو ناكامي ده۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل او آئي سي په دې لړ كښې ب??يد ستراتيژي جوړه كړي ٬ په څلورو اروپائي هېوادونو كښې په هولو كاسټ قانون جوړ شوې