دوشنبے 20 جون (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د افغانستان سوله ثبات د منطقې استحكام او پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري دې مقاصدو ترلاسه كولو لپاره پاكستان خپل كردار لوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د شورو په ورځ د افغانستان چېف اېګزېكټو عبدالله عبدالله سره په ملاقات كښې كړې۔ اولسمشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې رابطې ډېر اهميت لري او په دې لړ كښې به پاكستان افغانستان سره بشپړه مرسته كوي۔ په دې موقع اولسمشر عبدالله عبدالله ته ?? پاكستان دورې كولو بلنه وركړه كومه چې ھغه قبوله كړه