اسلام آباد 09 مئی (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير انجنيئر خرم دستګير خان تېره ورځ د قامي احتساب بېورو (نېب) لخوا په ??واز شريف د مني لانډرنګ تور په حقله د پلټڼو نوټس اخستو په سختو ټكو غندنه كولو سره غوښتنه كړې چې د نېب د نظام بايد پلټنې وكړې شي۔ د نواز شریف په ??شرۍ كښې قامي معيشت د پرمختګ سفر پېل كړې۔ كراچۍ څخه تر بلوچستان او بلوچستان څخه تر فاټا د سهار رڼا خپرېږي۔ د پاك پوځ ځانګړو قربانيو په ??تيجه كښې په امن نه لرونكو سيمو كښې امن راغلے۔ سباؤن كښې به هم مسلم ليګ (ن) د نواز شريف په ??شرۍ كښې څلور واړه صوبې د ځان سره اخلي او د قامي پرمختګ دا سفر به روان ساتي۔ د شورؤ په ??رځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د دفاع وزير خرم دستګير خان په بجټ د بحث په ??هال ووئيل تېرو 5 كلونو كښې م?? د بې شمېره پوښتنو ځوابونه وركړې ولې د خپلې جذبې او رائې څرګندونه مې نه ده كړې۔ ده ووئيل څو ورځې وړاندې م?? ميران شاه كښې د سهار رڼا خپرېدل ليدلې۔ دا هغه ځائې دے چرته به چې م??ګ خرڅېدو نن دغلته د يو نوي ماركيټ پرانسته شوې۔ده ووئېل په دې روڼ صبا كېدو كښې د پاك پوځ بلها قربانۍ شاملې دي۔ يو ډويژن افسرانو او زلمو د شهادت مرتبه ترلاسه كړې۔ د شهيدانو كورنيو سره ملاقات زما لپاره يوه ګرانه لمحه وه۔ ده ووئيل مونږ نامكنه منصوبې ممكنه كړې۔ بلوچستان كښې د كچھي كېنال منصوبه ٬ د ساهيوال برېښنا منصوبه د نړۍ د تاريخ تر ټولو زياته تندۍ سره ترسره كېدونكې منصوبه ده۔دفاع وزير ووئېل بلوچستان كښې د پاكستان بېرغ هسك كړې شوې۔ كراچۍ كښې امن راغلې۔ په دې هېواد كښې هره ورځ 6 ترهګر بريدونه شوي۔ په داتا دربار ٬آرمي پبلك سكول او د حضرت عبد الله شاه غازي پشمول په ??ورو مزارونو بريدونه شوي۔ د تاريخ تر ټولو زياته شرح نمو ترلاسه كولو سره مو هېواد د پرمختګ په ??اره روان كړې۔ ده ووئيل مونږ روسيه ٬ ايران او د منځنۍ آسيا هېوادونو سره اړيكې ښې كړې۔ زمونږ سوچ دا دے چې سيمه ايزې سوكالۍ پلو ګامونه پورته كړې شي۔ خرم دستګير ووئيل مونږ پاک چین اقتصادی راهداری منصوبه پېل كړه۔ دې سره سره مو د برېښنا كارخانې ٬ بندرځايونه او د سترو لارو په ډول ناممكنه منصوبې بشپړې كړې۔ مونږ ټولو په ګډه كال 2013ء څخه تر كال 2018ء د هېواد نامه روښانه كړې ۔ مونږ كراچۍ څخه تر بلوچستان او بلوچستان څخه تر فاټا د رد الفساد آپرېش او ضرف غضب عملياتو كولو سره امن وليده۔ ده ووئيل د ك??ل 2014 په دھرنه كښې په ??ارلېمنټ او پي ټي وي بريد وشو۔ د دفاع وزير ووئيل په سهار كېدو خوشحاله يو ولې بياهم زړه خفه دے۔ كوم امن چې مونږ په ډېرو قربانيو راوستې ؤ د سياسي انتشار د لاسه له مينځه تلونكې ښكاري۔ په احسن اقبال د بريد لاره د فېض آباد او اسلام آباد په سترو لارو دهرنو هواره كړې۔ ده ووئيل مونږ له به په دې باور وړاندې تلل وي چې مونږ به د يو ګوند په حېث د سترې م??كمې په ??ره پرېكړه عمل كوؤ۔ ده ووئيل كومو كسانو چې د نواز شريف په ??ااهلۍ لاسونه پړقول هغوي د نېب چيئرمېن لخوا په ??واز شريف د 4.5 اربه ډالرو په بوګس تور سوچ كولو ته مجبور شوي۔ ده ووئيل د نېب د اوسني نوټس په سختۍ سره غندنه كوؤ او غوښتنه كوؤ چې د نېب دې پلټنې وكړې شي