اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) د پ??ك بحريه جنګې جهاز ټېپو سلطان٬ همت او م??ري ټائم سېكورټي جهاز بسول د مشن كمانډر كموډور محمد فېصل عباسي په مشرې كښې د سعودي بندر جبيل ته ورسېدل۔ دا جهازونه به د رائل سعودي آرم?? فورسز تر سيوري لاندې په ګڼ ملكي شريك مشق ګلف شيلډ 1 كښې ګډون كوي۔ د جبيل په بندر د رائل سعودي نېول فورسز افسرانو او ځوانانو د پ??ك بحريه د جهازونو تود هركلې وكړو۔ د پ??ك بحريه لخوا كاري شوي بيان له مخې د جنګي بحري جهازونو نه علاوه د پ??كستان نيوي ??ېپ??ل سروسز ګروپ او پاك مېرينز به هم د بري دستې په توګه په دې مشق كښې برخه اخلي۔ د دې نه علاوه د پ??كستان نېوي د لانګ رېنج مېري ټائم پېټرول اېئركرافټ هم د دې مشق برخه دے۔ دا مشق به د سعودي په بحري اوبو او خليج كښې كېږي۔ د دې مشق پ هاربر فېز كښې به بېلا بېلې چارې ترسره كېږي۔ د دې مشق په مهال به د بېلا بېلو هېوادونو مبصرين هم د پ??ك بحريه د جهازونو دوره كوي۔ د پ??كستان نيوي نه علاوه د بحرېن٬ مصر٬ كوېت٬ اردن٬ سعودي ٬ سوډان٬ متحده عرب اماراتو او د امريكې جنګي جهازونه به هم په دې مشقونو كښې برخه اخلي۔ پاكستان نه يوازې خپلو جهازونو بلكې ځوانانو سره شامېلدو سره د ګلف شېلډ 1 مشق مهمه برخه دے۔ د پ??كستان دا هڅه د پ??كستان او سعودي ترمېنځه د قوي دوه اړخيزه دفاعي اړيكو څرګندونه ده۔ هيله ده چې دا مشق به نه يوازې د ګډون كوونكو هېوادونو ترمېځنه د دفاعي اړيكو قوي كولو سبب وګرځي بلكې په سيمه ايز مېري ټائم سېكورټي باوري كولو كښې به د دې قومونو د عزم څرګندونه وي۔